۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

په هلمندکې دتیروشپږومیاشتوپه تیریدودملکي کسانومرګ ژوبله ۱۲ سلنه لوړه سوې ده.

راپور—۲۰۱۵—۸—۸—
په هلمندکې دتیروشپږمیاشتوپه تیریدودملکي کسانومرګ ژوبله  ۱۲ سلنه لوړه سوې ده.
په دې ولایت کې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې دتیرکال دشپږومیاشتوپه تیریدوسږکال دملکي کسانودوژل کیدوشمیره ۳۶۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده چې دتیروشپږومیاشتوپه پرتله ۱۲ سلنه لوړوالی ښه یې ،دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې داچې دواړه لوري دجنګ قانون نه عملي کوي نه وله امله یې یاده مرګ ژوله رامنځته سوې ده .
داپه داسي حال کې ده چې تیرمیلادي کال په هلمندکې ۷۸۰ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .چې ۲۱۲ وژل سوي ،او۵۶۸ تنه نوريې ټپیان سوي دي .
خوامنیتي چارواکې دانه مني چې ددوی له لوري دي ملکې کسانوته مرګ ژوبله اوښتې وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دتیروشپږومیاشتوپه پرتله  دملکي کسانودمرګ ژوبلي کچه ۱۲ سلنه لوړه سوې ده .
دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې داچې په جنګ دواړه غاړي دملکي کسانومرګ ژوبلي ته خاص پاملرنه نکوي نوله امله یې دمرګ ژوبلي شمیرهم لوړسو،دوی وایې دایوازي هغه ارقام دي چې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون سره ثبت سوي دي ،دیادکمیسیون دولایتي دفترمشرمحمدبیلال صدیقي وایې په تیروشپږومیاشتوکې ۳۶۲ ملکي کسانوته په وسله والونښتو،مځکني ماینونو،اوهمدارنګه په ځانمرګوبریدونوکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

پرهمدي مهال دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امربیادانه منې چې ګواکې دنظامي ځواکونوله لوري دي ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتي وي ،هغه وایې په ټولوعملیاتو،اودوسله والوسره په مخامخ نښتوکې دملکي کسانودمرګ ژوبلي دمخنیوپه برخه کې افغان نظامي ځواکونو پوره هڅه کړې ،هغه دبشري حقونودولایتي دفترهغه راپورهم نه منې چې ګواکې له تیري شپږومیاشتې په موده کې دي ۱۲ سلنه دملکي کسانومرګ ژوبله لوړه سوې وي .

که څه هم دبشري حقونودخپلواک کمیسیون تل په دې ولایت کې دملکي کسانودمرګ ژوبلي اوپه نوروبرخوکې په وار وارخپل ږغ پورته کړی دی خوتراوسه هم دواړولورپه دغه برخه کې هیڅ مرسته نه ده کړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر