۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

دکلابست دسیمي دسلګونه هکټاره کرنیزومځکولپاره داوبودیولوی بند دجوړیدوچارې پیل سوې.

راپور—۲۰۱۵—۸—۳۱—
په هلمندکې دکلابست دسیمي دسلګونه هکټاره کرنیزومځکولپاره داوبودیولوی بنددجوړیدوچارې پیل سوې.
چارواکې وایې دغه بندبه دکلابست دسیمي ډیری کرنیزي مځکي به خړوبي کړي چې دنړیوال بانک په څه باندي ۱۲ میلیونه افغانیوپه لګښت به درتلونکوشپږومیاشتوپه موده کې ګټي اخیتسني ته وسپارل سي ،دسیمي اوسیدونکې هم خوښ دي چې دمځکودخړوبولولپاره یې بندجوړیږي چې وړاندي تردې یې په دغه برخه کې ډيری ستونزي درلودي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپرسینددکلابست په سیمه کې دوابوددغه لوی سربنددجوړیدوچارې ددوشنبي په ورځ راپیل سوي ،چارواکې وایې دیادبندپه جوړیدوبه په دغه سیمه کې شاه اوخوااته سوه هکټاره کرنیزه مځکه خړوبه کړي چې ترډيره به دسیمي داوسیدونکوداوبودنشتوالي ستونزه هم حواره سي ،دهلمندسیندداوبودتنظیم ریس وایې دغه بندداوبواوبریښنا دوزارت د څه باندي ۱۲ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړیږي چې یادلګښت دنړبوال بانک څخه ورکول کیږي ،هغه وایې داوبودغه سربند به دراتلونکوشپږومیاشتوپه موده کې په اساسي توګه بشپړاوګټي اخیستني ته وسپارل سي .

نوموړی وایې یوکال وروسته به دیته ورته یوبل داوبوسربندبه هم دخاري دسیمې داسیدونکولپاره جوړسي چې داوبودرسولوپه برخه کې به دیادي سیمي داوسیدونکوستونزي هم حل سي ،دکلابست دسیمي اوسیدونکې وایې وړاندي تردي یې دکرنیزومځکودخړوبولوپه برخه کې داوبودنشتوالي له لوی ستونزي سره مخ وه چې نه یوازي ېې په کرنیزومحصولاتوکې کموالی راغلی ووبلکې ډيری مځمکې یې داوبودنشتون له امله شاړي پاته وې .


کرونده ګروایې دیادسربندپه جوړیدوبه یې هغه لګښتونه هم راوګرځې چې وړاندي تردې یې خپلي مځکې دماشینونوپه مټ خړوبه ولې ،هلمندچې دهیوادپه سطه ډیری کرنیزي مځکې لري دسربندونواودابودنشتوالي اوپه دغه برخه کې دنه پاملرنې له امله ډیری مځکې شاړي پاته دي اویاهم ډیری کرونده ګردماشینونوپه مټ خپلي مځکې خړوبه وي چې دغه چارې ورته ډیر اقتصادي زیانونه هم اړولي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر