۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

دموسي کلاولسوال وایې که یې مرسته ونسي ولسوالۍ به دوسله والولاسته ولویږي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۲—
دهلمنددموسي کلاولسوال وایې که یې مرسته ونسي ولسوالۍ به دوسله والولاسته ولویږي .
هغه وایې اوس مهال په موسي کلاولسوالۍ کې شته امنیتي ځواکونه دمحاصري په حال کې دي که نوي تازه دمه سرتیري یادي ولسوالۍ ته ونه لیږل سي .ولسوالۍ به دسقوط سره مخ سي .
هغه وایې دامهال دوی په خوراسخت حالت کې قرارلري چې له امله یې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دموسي کلاولسوال محمد شریف خبرداری ورکوي که ژردې ولسوالۍ ته پام ونسي وسله وال به ولسوالۍ تري ونیسي .
دموسي کلاولسوال محمدشریف شمشادتلویزین ته دټلیفون پرکرښه وویل که یادي ولسوالۍ ته تازدمه سرتیري وانه ستول سي اودلته دوسله والوطالبانوپروړاندي ډيرژرعملیات پیل نسي داولسوالۍ به هم دوسله والوطالبانولاسته ولویږي .هغه وایې اوس مهال ټول ملکي مامورین اونظامي ځواکونه په محاصره حالت کې قرارلري ،دنوموړي په خبره وسله وال طالبان په ډیرشمیرددوی پرامنیتي پوستوخپل بریدونه منظم کړي دي چې له  امله یې یادي ستونزي هم رامنځته سوې .

ولسوال وایې حالات ډیرنازک سوي دي که ولایتي اومرکزي دولت ژرپاملرنه ونکړي ولسوالۍ به دوسله والولاسته ولویږي چې له امله به یې په زیات شمیردځاني زیانونوترڅنګ مالي زیانونه هم واړوي .
دوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې تیره شپه یې دموسي کلاولسوالۍ دقصابانوپه سیمه کې دملي اردوپرقرارګاه په بریدکې ۳۱ دملي اردوسرتیري یې وژلي اوهمدارنګه یې ۷ نوردملي اوردوسرتیري ژوندي هم نیولي دي اوپه زیات شمیروسلي اومهمات یې په لای راوړي دي ،خوولسوال وایې په دي اړه معلومات نلري ولي زیاته وي  دملي اردوسرتیرو تیره شپه دسختي جګړي له امله شاتګ ته اړیستل سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر