۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبه

هلمندوالي له شاه اوخوادوه نیمي میاشتي چوپیتاوروسته په لومړي ځل خپلوامنیتي مسولینوته ګواښ وکړکه په امنیتي برخه کې بدلون رانولي په اړه به یې وروستی تصمیم ونیسي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۱۶—
هلمندوالي له شاه اوخوادوه نیمي میاشتي چوپیتاوروسته په لومړي ځل خپلوامنیتي مسولینوته ګواښ وکړکه په امنیتي برخه کې بدلون رانولي په اړه به یې وروستی تصمیم ونیسي .
 هغه وایې وسله وال طالبان اوس هم پوره هڅه کوي چې ددي ولایت دمرکزترڅنګ یوشمیرولسوالیوته سقوط ورکړي ،خووالي وایې دغه رامان ته به ونه رسیږي ،ولي زیاته وي امنیتي اوکشفي اورګانونه په خپلوچاروکې پآته راغلي چې له امله یې په ښاراولسوالیوکې امنیتي ننګوني ډيرسوې ،هغه خپل امنیتي ځواکونه دنشه یې توکوپه قاچاق هم تورنه کړه ،په وینایې دغه کارپه امنیتي برخه کې ستونزي ډیري کړي دي .
راپور
هلمندوالي له شاه اوخوادوه نیمي میاشتي چوپتیاوروسته درسنیوپه وړاندي دځینورازونوڅخه پرده پورته کړه اوخپلوامنیتي مسولینوته ګوت څنډنه وکړه که دیوي میاشتي په اوږدوکې ددي ولایت په مرکزاوولسوالیوکې بدلون رانولي په اړه به یې خپل وروستی تصمیم ونیسي ،هغه وایې په دي ورستیوکې دپولیسومرګ ژوبله لوړه سوې ده چې دامنیتي اوکشفي ارګانونوناسم راپورونه اویاهم په بشپړه توګه تري معلومات نلري چې دغه چاري اولس اودولت ترمنځ لريوالی هم رامنځته کړی دی ،والي وایې اوسنی حالت ورته نوردزغمولونه دی .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي  اول ................کلیپ.
هغه وایې امنیتي ارګانونوته یې څوځله په مرکزاوولسوالیوکې دځینوجرمونودمخینوي په برخه کې دجدي ګامونودپورته کولوویلي خوترواسه هم هیڅ اجرات نه دي سوي ،والي لوړپوړوچارواکواوهمدارنګه دښاردحوزوامرینوته ګوت څنډه وکړه که یې په امنیتي برخه کې بدلون ارمنځته نکړپه اړه یې اخیرنی تصمیم ونیسي ،هلمندوالي وایې داچې دلته ناامنۍ ورځ تربلي ډيریږي یولامل یې دنشه یې توکوپه قاچاق کې دامنیتي ارګانونوپراخه ونډه ده چې دمخنیوي لپاره به یې جدي ګامونه پورته کړي .
دوالي دوهم ............کلیپ.
هغه وایې اوس هم وسله وال طالبان پوره هڅه کوي چې دیوشمیرولسوالیوترڅنګ مرکزلښکرګاه ښارته سقوط ورکړي خوژمنه کوي چې امنیتي ارګانونه به یې په کلکه مخه نیسي .
دوالي دریم ......کلیپ.

هلمندوالي دخپل شاه اوخوادونیمي میاشتي ماموریت دتیریدووروسته په لومړي ځل په داسي حال کې خپلوامنیتي مسولینوته دناسم کارله امله ګوت څنډه وکړه چې په دي ورستیوکې په شمالي ولسوالیوکې دناامنیودډیریدوترڅنګ په ښاراو ولسوالیوکې دجنایې جرمونوکچه هم لوړه سوې ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر