۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

دهلمندقومي مخوروایې بي ثباتۍ ،اوبي عدالتۍ امنیت له ستروګواښونوسره مخ کړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۹—۱—
دهلمندقومي مخور،اوجهادي مشران وایې بي ثباتۍ ،اوبي عدالتۍ امنیت له ستروګواښونوسره مخ کړی دی .
دوی وایې دلوړپوړوچارواکو،ولایتي شورا،مشرانواوولسي جرګې دغړونامشرولاسوهنوپه هلمندکې بي عدالیتوامنیتي حالت تربل هروخت خراب کړی دی ،چې له امله یې ناامنۍ ورځ تربلي دډيریدوپه حال کې دي ،دغه څرګندونې په هغه غونډي کې وسوي چې په دې ولایت کې دورستیو نا امنیو د کنترولو د مشوري په موخه دبیلابیلوولسوالیو دقومي مخورو،جهادي مشرانو،اوځوانانوڅخه جوړه سوې وه ،جوړه شوي وه،هلمندوالي وایې دیادي غونډي موخه په دې ولایت کې دورستیوناامنیودمخینوي کابوکول اودقومي مشرانوڅخه مشوري اخیستل دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندقومي مخور،اوجهادي مشران وایې په دې ولایت کې دورستیوناامنیوډیریدل که له یوې خوادګاونډیوهیوادنوپراخي لاس وهني دي خوله بلیخوادځینو ملکي اونظامي چارواکوناسم چلند،بي عدالتي ،اداري فساد،بل هغه لامل دی چې داولس اودولت ترمنځ یې لوی واټن رامنځته کړی دی ،دوی ګواښ وکړکه په ټولوبرخوکې سمون رانسي حالات به همداسي دوام کوي.قومي مشران وایې سره لدي چې سختي قربانۍ یې ورکړي دي خوبیاهم دملکي اونظامي چارواکودناسم چلندله امله یادي ستونزي رامنځته سوي دي.

دوی وایې که په ملکې اونظامي چارواکوکې بدلون رامنځته نسي دوړیتالمخي مسولین په دندوونه ګمارل سي اوهمدارنګه دوسله والوپروړاندي قاطع دریځ غوره نسي ستونزي په پرخپل ځای وي ،قومي مشران دعدلي اوقضایې اداروترڅنګ په ټولواداراتوکې پراخ اداري فساد،په ملکې اونظامي اداروکې دولسي اومشرانوجرګې دوکیلانوپراخي لاس وهنې اومقررۍ هغه بله ستونزه بولي چې ترډيره یې ناامنیوته لمنه وهلي ،دوی وایې که جهادي مشران یوځل بیادخپل دولت سره لاس یونکړي حالات به همداسي دوام وکړي .

هلمندوالي میرزاخان رحیمي  په دولتي اداروکې دپراخ اداري فساد،رشوت،بي عدالتیوخبره منې خوهغه په دغه برخه کې دقومي مخورواوټولوهلمندوالوڅخه دپوره مرستي غوښتنه کوي  ،والي وایې ډيرژربه په ملکي اونظامي اداروکې بدلون رامنځته کړي خودوالي خبري په ټوله کې دقومي مخورو،اوجهادي مشرانوپرمرستوورټولي وې .

په هلمندکې دقومي مخورو،اوجهادي مشرانوڅخه دامنیت دټنګښت په موخه دمشوري کولوغونډوه په داسي حال کې جوړیږي چې په دي ورستیوکې په شمالي هلمندکې ناامنۍ ورځ تربلې دډيریدوپه حال کې دي خودغونډي ګډنوالودتل په څيرپه هلمندکې روان جګړه دطالبانونه بلکې دګاونډي هیوادپاکستان دڅارګري اداري وبالل.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر