۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

موسي کلاولسوالۍ ددولتي چارواکودنه پاملرنې له امله دسقوط سره مخ سوه .

راپور—۲۰۱۵—۴—۳۰—
دهلمند موسي کلاولسوالۍ ددولتي چارواکودنه پاملرنې له امله دسقوط سره مخ سوه .
دیادي ولسوالۍ دسیمه ییزي شوراغړي چې لښکرګاه ته راغلي وایې که دولت ژردیادي ولسوالۍ دامنیت په اړه پوره پاملرنه ونکړي داولسوالۍ به دوسله والوطالبانولاسته ولویږي ،دوی وایې یادي ستونزي ځکه ورځ تربلې دزیاتیدوپه حال کې دي چې پولیس دوسلواومهماتودکمښت له لوی ګواښ سره مخ دي ،په موسي کلاولسوالۍ کې درامنځته سوناامنیوپه اړه ولایتي چارواکې اوامنیتي مسولین څه نه وایې خودولایتي چاردامنیتي برخي مسولین ولایتي مسولین په خپلوچاروکې پاته اوپه ناغیړۍ تورنه وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دموسي کلاولسوالۍ قومي مخورچې لښکرګاه ښارته راغلې وایې له تیري یوې میاشتي راهیسي هرشپه وسله وال طالبان پرامنیتي پوستوبریدونه کوې چې لسګونه ملي اردواوملي پولیس هم وژل کیږي خونه ولایتي اونه هم مرکزي دولت ورته پاملرنه کړې ،دوی اندیښنه لري که دچارواکوبي پروایې داسي دوام وکړي ډيرژربه دموسي کلاولسوالۍ دسقوط سره مخ سي چې دامهال هم په خورالوړتهدیدکې قرارلري .

یادوقومي مخورودوالي له مرستیال سره هم ولیده خوبیاهم ولایتي ،اوامنیتي چارواکې دخبریالانوسره خبروکولوته حاضرنسوه ،پرهمدي مهال دولایتي شواردامینتي کومیټي مشرولایتي اداره بي کفایته اوپه خپلوچاروکې پاته بولي په خبره یې دمرکزي دولت نه پاملرنه هم ددې لامل سوچې دولسوالۍ امنیتي کړۍ ورځ تربلي راتنګه کړي،هغه وایې وکیلان هم په موسي کلاولسوالۍ دروان حالته خبردي خوټنګاریې داوکه بشپړه پاملرنه ونسي ډیرژربه موسي کلادوسله والوپه ولکه کې راسي .


که څه هم وړاندي تردې دموسي کلاولسوالۍ یوازي مرکزي سیمي ددولت په ولکه کې وي خودوسله والوپراخوبریدونوداځل دسیمي اوسیدونکې اولایتي شواراندیښمنه کړې ده ،په داسي حال کې چې په سنګین اودلښکرګاه دښارپه نهرسراج کې عملیات له تیروڅوورځوراهیسې پیل سوي دي خودرسنیوڅخه هرډول معلومات پټ ساتل کیږي چې دغه چارې ډیری خبریالان له ګڼوستونزوسره هم مخ کړي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر