۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

لایتي شوراوکیلان وایې دذولفقارعملیات بې پایلې پایته ورسیده اوسیمه یوځل بیادوسله والوترتهدیدلاندې راغله

راپور—۲۰۱۵—۴—۸—
په شمالي هلمندکې دذولفقار روان عملیات بې پایلې پایته ورسیده اویاده ولسوالۍ یوځل بیادوسله والوترلوړتهدیدلاندي راغله .
یادعملیات چې دهیوادپه سطه ورته تیاری نیول سوی و زرګونه سرتیروپکې برخه اخیستې وه خودیادولسوالۍ اوسیدونکې وایې له تیري دوشنبي دورځي نه کله چې امنیتي ځوا کونوخپلې پوستي له سیمي څخه ټولې کړي ورسره سم یوځل بیاوسله والوهغه سیمي ونیولې ،په ورته وخت کې دهلمندولایتي شوارهم یادعملیات دبي پایلوپایته رسیدوڅخه دسختي اندیښنې ترڅنګ وویل ډیری سیمي بیادوسله والوترولکې لاندي راغلي دي ،دذولفقارعملیات څه کم دوه میاشتي وړاندي په شمالي هلمندکې پیل سول چې نن یې په رسمي توګه بیله کومي پایلې پایته ورسول .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردرمحمد سروري راکوي .
په شمالي هلمندکې دذولفقاردعملیاتودپیل څخه تردي مهاله درسنیوڅخه په یادوعملیاتودستونزواولاسته راوړنوپه اړه ترډيره معلومات پټه وساتل سوه، دسنګین دولسوالۍ اوسیدونکې وایې نن په رسمي توګه بې له کومي پایلې روان عملیات پایته ورسیده ،دغه اوسیدونکې وایې امنیتي ځواکونو دتیري دوشنبي دورځي نه کله چې دخپلوامنیتي پوستوپه ټوله ولولاس پورکړورسره سم یادي سیمي یوځل بیاوسله والوطالبانوترخپلي ولکي لاندي راویستې .

په ورته وخت کې دهلمند دولایتي شوراغړودخپلواوښکوپه تویه ولوسره نه یوازي یادعملیات په کلکه وغنده بلکې یه دولسمشره څخه په دغه برخه کې دپوره څیړنواودسنګین دخلکوسره دترسره سوي ظلم اودروانوناامنیودپایته رسیدوغوښتنه وکړه ،دوی وایې په سنګین کې دروانې جګړي لس میاشتي تیري سوې دافغان امنیتي ځواکونواوملکې کسانودمالي اوځانې زیان سربیره یوځل بیاسیمه دوسله والوپه ولکه کې ولویده .


په شمالي هلمندکې دذولفقاردعملیاتودپایته رسیدو،دسنګین دولسوالۍداوسیدونکو،اودولایتي شواردغړدڅرګنده ونوپه اړه مووغوښته دچارواکونظرهم ولروخودهلمندمرستیال والي په دې اړه له څه ویلوڅخه ډډه وکړه ،ولي د۲۱۵ میوندقول اردوچارواکوهم څه ونه ویل .په داسي حال کې چې همدانن په ښوراب پوځي اډه کې دیادوعملیاتودبریالي پایته رسیدوپه موخه پراخ شانداره مراسم هم نیول سوي وه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر