۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

دولتي مامورینوله تیرودریوورځوراهیسې دکاراعتصاب ترڅنګ ځینویې خپلي خولي هم ګنډلي دي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۱۵—
په هلمندکې داځل دولتي مامورینوله تیرودریوورځوراهیسې دکاراعتصاب ترڅنګ ځینویې خپلي خولي هم ګنډلي دي .
مامورین وایې له کلونوکلونوراهیسې دولتي ددي لري خوددوی په نوم نومول سوي رهایشي نمري لوړپوړي چارواکوپه خپل میځوکې ویشلي دي .دوی وایې تراهغه به خپل کاري اعتصاب ته ادامه ورکوي چې دویته خپل نه ورکول سوی ،په ورته وخت کې دهلمندولایتي شوراهم پرسرپرست والي اوهغه ته نږدي کسانو، دمځکوپه غصب ،اودمامورینودرهایشي نمرودنه ورکړي له امله تورپوري کوي ،خوپله والي ،دهغه مرستیال ، په دې اړه له څه ویلوډډه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دولتي مامورینووروسته له هغه دکاري اعتصاب ترڅنګ ځینویې خپلي خولي هم وګنډلي چې ددوی په نوم ټاکل سوې نمري لوړپوړوچارواکو،وکیلانو،اوزورواکوپه خپلومینځوکې سره ویشلې دي ،دغه مامورین دهلمندپرسرپرست والي ،دهغه پرمرستیال،اویوشمیرنورولوړپوړوچارواکونیوکه کوي چې ددوی پرقانوني حق یې خیټي اچولي .

 دوی وایې که څه هم کلونه کلونه کیږي چې دولتي دندي لري خوتراوسه هم ددوی په نوم امتیازلوړي پوړي چارواکې خوري اودویته هیڅ هم نه ورکول کیږي ،هڅه مو وکړه چې په دې اړه د چارواکونظرهم اخلو خودهلمندسرپرست والي، د هغه مرستيال اود همدې ستونزې د حل لپاره د جوړسوي کمیسيون غړو له څه ویلوڅخه ډډه وکړه ،خوپه ورته وخت کې دولایتي شورارئیس دمامورینوسره دروان ظلم پلوي کوي ،هغه وایې هلمندوالي ،اوهغه ته نږدي کسانودمامورینونمرې په خپلوکې وشلې دي اودوی یه په دې ولایت کې  دمځکولوی غاصبین هم وبلل.

اتل ژمنه کوي چې مامورینودحقونوڅخه به په کلکه دفاع کوي،په هلمندکې دالومړی ځل نه دی چې ولایتي شورا،اودولتي مارمورین پرلوړپوړوچارواکودمځکودغصب ،تورونه پوري کوي بلکې وړاندي تردي هم دغه ډول نیوکې سوي دي خومرکزي دولت یې په اړه هیڅ کوم ګام نه دي پورته کړی چې له امله یې خلک پرمرکزي دولت هم بې باورسوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر