۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

په مارجې ولسوالۍ کې دیوه منځنې ښوونځې ودانۍ ګټي اخیستنې وسپارل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۴—۱۲—
دهلمندپه مارجې ولسوالۍ کې دیوه منځنې ښوونځې ودانۍ ګټي اخیستنې وسپارل سوه .
دپوهني دریاست چارواکې ژمن دي چې دنوروښوونځنیودوانیودجوړیدوترڅنګ به دتړل سوښوونځیوپه پرانیستلوکې هم پوره هڅي وکړي ،خوهاخودیادي ولسوالۍ دپوهني مدیرپه مارجې کې دمسلکي زده ،ښونکودنشتوالي ،ترڅنګ دپاکوابو،دودانیوداحاطي دیوالونو،اوپه ښونځیوکې دتشنابونودنه درلودلوله امله دګڼوستونزویاده ونه کوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه ودانۍ چې دیوه کال په موده کې یې چارې بشپړي اوتیره ورځ ګټي اخیتسنې ته وسپارل سوه ۱۲ درسي خوني ،اونوري ټولي اسانتیاوي هم په پام کې نیول سوي دي چې دولسوالیودپراختیادپروګرام له لورې په څه کم یولس میلیونه افغانیوپه لګښت جوړه اودزده کونکوپرمخ پرانستل سوه ،دمارجې ولسوالۍ دپوهني مدیروایې دمسلکي ښوونکو،په ښوونځیوکې دتشنابونو،پاکوابو،اواحاطي ددیوالونودنه درلودلوله امله له نه یوازي دوی له ګڼوستونزوسره مخ دي بلکې دزده کوونکوپردرسي بهیرهم ډيری منفي اغیزي کړي.

خودپوهني ریس هم ځیني ستونزي نه رده وي ولي زیاته وي دحل موخه یې تروزارته خپل وړاندیزونه رسولي ترڅوپرتوستونزوته یوه دایمي دحل لاره ولټول سي ، ریس ژمن دی چې دمارجې ترڅنګ به په ټول هلمندکې دخپلوامکاناتوسره سم دزده کونکوددرسي بهیردلاښه کیدوپه موخه پوره هڅه وکړي .

هغه دسیمي داسیدونکوڅخه وه ښوونځیوته دماشومانودورلیږلواودیادي ښوونځۍ دساتلوغوښتنه وکړه ،مارجې ولسوالۍ ته دتشکیل  لمخې ۳۰ ښوونځې ورکول سوي دي چې ۴ یې غیري فعاله اوپاته شپوږویشت ښوونځیوکې دامهال شاه اوخوا۹۵۰۰ زده کونکې په زده کړوبوخت دي خودشته ستونزودډيروالي له امله یې دزدکونکوپرشمیرهم اغیزي کړي دي . 





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر