۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

دسیمه ییزوارګانونودادرې څخه ګرمسیرولسوالۍ ته تللی هئیت وایې دمسولینوپه اړه یې داسي شواهدنه دي پیداکړي چې یادمسولین له دندوګوښه سوې دي .

راپور—۲۰۱ی۵—۴—۲۶—
دسیمه ییزوارګانونودادرې څخه دهلمندګرمسیرولسوالۍ ته تللی هئیت وایې دګرمسیردمسولینوپه اړه یې داسي شواهدنه دي پیداکړي چې یادمسولین له دندوګوښه سوې دي .
پوره یوه میاشت وړاندي دګرمسیرولسوال ،امنیه قوماندان اودملي امنیت مدیرپه دې تورله دندولري کړل سول چې ګواکې دکوکنارودنه اړلوپه پلمه یې دکرونده ګروڅخه پیسې اخیستې دي ،هاخواددې ولسوالۍ قومي مخوربیاد ورغلي پلاوي څخه دهغه کسانومحاکمه کول غواړي ،چې قومي مخوراودیادي ولسوالۍ اداره یې دخپلوګټواودځینوکړیوپه لمسون دکوکنارودنه اړلوپه پلمه دپیسودټوله ولوله امله له ندولري کړي، اوټنګاریې داوچې یوځل بیایادمسولین په دندووګومارل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسیمه ییزوارګانونودخپلواکې ادارې څخه ګرمسیرولسوالۍ ته دتللې پلاوي مشروایې په ګرمسیرولسوالۍ کې دڅه باندي زروکسانوسره په یوه پراخه غونډه کې هم داسي هیڅ اسنادپه لاس رانه وړه چې دولسوالۍ چارواکودې دکوکنارودکښتونودنه اړولوپه پلمه دکرونده ګروڅخه پیسې اخستې وي ،هغه زیاته وي دسیمي  اوسیدونکوهم دویته هغه ادعاوي په کلکه ردکړي اوداکاریې دځینوکړیودشخصي غوښتنواودیوي دسیسي له امله وه باله ،چې په لوی لاس یې دسیمي مخور،اودولسوالۍ مسولین داختلاس په تورتورن کړه ،خوزیاته وي دوی به په دغه برخه کې خپلوڅیړنوته نوره هم ادامه ورکړي .

دګرمسیرولسوالۍ قومي مخورهم ودیادي غونډي پرمهال دورغلي پلاوي څخه دیادي ولسوالۍ پرقومي مخورو،اودولسوالۍ پرمسولیونولګول سوي تورنه دځینوکړیوجوړه سوې طوتیه بولي ،اوټنګاریې داوچې ورغلی پلاوی به په ولسوالۍ کې کورپه کور وګرځوي ترڅودیادوتورونوسپناوی وسي .


دګرمسیرولسوالۍ مسولین په داسي حال کې په دې تورلري سوه چې په ځینوولسوالیوکې هم دکوکنارودکمپاین پرمهال دکرونده ګروڅخه دپیسوداخستلوخبري ګرمي وې خوتراوسه هم ولایتي چارواکودیادوولسوالیوپه اړه دتحقیق اوپلټنوخبرنه دی ورکول سوی ،.ګرمسیرکه څه هم دهلمندپه جنوب کې دپاکستان او ایران سره پرپوله پرته ولسوالي ده خوپه ټول هلمندکې نمونه امنیت اوښه حکومتداري لري..

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر