۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

معیوبین اومعلولینوته دتیریوه کال راهیسې تنخواګاني نه دي ورکول سوي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۴—۲۱—
دهلمند معیوبین اومعلولین وایې دتیریوه کال راهیسې یه تنخواګاني نه دي ورکول سوي چې له امله یې دسختوستونزوسره لاس اوګریوان سوي دي ،چې مسولین هم ددوی دستونزوپه حل کې ورسره هیڅ مرسته هم نه ده کړي ،خودکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې هم دمعیوبینواومعلولینوستونزه نه رده وي ولي زیاته وي اړونده وزارت په دغه برخه کې پوره پاملرنه نکوي چې دوی هم له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې ددوامداره جګړوله امله ورځ تربلې دشهیدانواومعیوبینوکچه لوړه ځې ددې ولایت یوشمیرمعیوبین پراړونده ریاست توري پوري کوي چې ددوی حق نه ورکول کیږي چې له یوعالم ستونزوسره مخامخ دي ،دغه معیووبین وایې دتیر۱۳۹۳ کال تنخواګاني یه هم تراوسه نه دي ورکړي چې په دغه برخه کې مسولین دویته هیڅ پاملرنه نکوي .

دغه غریبي کورنۍ وایې نورنودخپلي کورنۍ دپاته کسانودساتلوتوان یې هم له واکه وتلی دی اوبایداړونده وزارت ژرترژره ددوی دستونزوغم وخوري ،په ورته وخت کې په هلمندکې دکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې هم ددوی ستونزي نه رده وي اووایې یادوکسانوته له تیرواتومیاشتوراهیسې تنخواګانې له دې امله نه دي ورکول سوي چې اړونده وزارت یوازي نیمایې تنخوواګاني ورکړي اودپاته نوروبرخلک لاهم نه دي معلوم، نوموړی وایې که څه هم له دوی سره ۶۵۰۰ معلولین اومعیوبین ثبت دي خودټولولپاره پیسې په واکې نلري .


هغه په دغه برخه کې اړونده وزارت ځکه پړبولې چې په خبره یې تراوس یې ۱۲۰ ملیونه افغانۍ ددوي په واکې ورکړي او ۱۱۵ ملیونه پاته دي چې دلته یې معلولین اومعیوبین دګڼوستونزوسره مخ کړه ،دیادریاست مسولین وایې دناامینودډیروالي له امله دیوي نیمي میاشتي راپه دیخوا د۹۰ تنوشهیدانو،اود۱۴۰ معیوبینوکورنیوله دوی سره نومونه هم ثبت کړي دي چې ورځ تربلې پکې زیات والی هم راځي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر