۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

معیوبین اومعلولین وایې دکاراوټولنیزو چارودریاست چارواکوددوی پرحقونوخیټه اچولې .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲—
په هلمندکې معیوبین اومعلولین تورپوري کوي چې اړونده چارواکوددوی پرحقونوخیټه اچولې .
یادکسان چې دخبریالانوپریس کلیب ته ورغلې وه وایې تراوسه یې دتیرکال تنخواګانې نه دي ورکول سوي په داسي حال کې چې دوزارت څخه پیسې راغلې خوچارواکې یه هغه کسانوته ورکوي چې واسطه لرونکې وي اویاهم ددوی خپلوان وي .خوچارواکې بیاپه دغه برخه کې دستونزوډيریدل دمالي وزارت یادووي اوپه یاده برخه کې هرډول درغلي اوفسادکول ردوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه معیوبین اومعلولین وایې که څه هم هره ورځ په دې ولایت کې دجګړوله امله دمعیوبینوکچه لوړه ځي خوپه دغه برخه کې دچارواکوتوجوکمه ده ،دوی وایې داړونده ریاست دچارواکودنه پاملرني اوبي پروایې له امله دپراخواقتصادي ستونزوسره مخ دي په داسي حال کې چې دتیرکال تنخواګاني تراوسه هم ندي ورکول سوې،اوچارواکې یوازي هغه کسانوته پیسې ورکوي چې ددوی خپلوان وي اویاهم واسطه ولري .

ددوی په خبره نه یوازي یه دولایت مقام ته خپل شکایتونه کړي بلکې یوشمیرنورواداروته هم ورغلي خوچایه په خبره غوږنه دی ګرولی ،پرهمدي مهال دکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې بیاددوی دحقونوپه برخه کې دهرډول درغلۍ خبره په کلکه ردوي اوزیاته وي له دوی سره ۶زره معیوبین اومعلولین ثبت دي چې یوازي یه تراوسه ۲ زره کسانودبانک کارټونه ترلاسه کړي دي ،چې ترډیره یادوکسانوته دپیسوپه ورکړه دمالي وزارت ستونزه جوړه کړې ده .


نوموړی وایې دیادوکسانودتیرکال نیمایې پیسې راغلي خودمالي دوزارت دامرسره سم به یې دلسوورځوپه اوږدوکې دویش لړۍ راپیل کړي ،یاده دي وي چې څوورځي وړاندي هم یادوکسانودخپلوحقونوددفاع په خاطرخپل ږغ پورته کړخولاتراوسه یې هم دغه ستونزه نه ده حل سوې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر