۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

دپولیسوددتنخواګانو شاه اوخوا وه میلیونه اختلاس سوې افغانۍ وموندل سوې .

راپور—۲۰۱۵—۴—۱۸—
په هلمندکې دپولیسوددتنخواګانو شاه اوخوا وه میلیونه اختلاس سوې افغانۍ وموندل سوې .
څه موده وړاندي شمشادتلویزیون دخپل یوه تحقیقې راپورپه مټ داسي اسنادپه لاس راوړه چې لمخې یه په سنګین ولسوالۍ دپولیسوتنخواګانوڅخه هره میاشت دري اوی لکه افغانۍ شخصي جیبونوته لویدې، امنیه قوماندان تیره ورځ هغه غلاسوي پیسې درسنیوپه وړاندي وښودې ،هغه ژمنه وکړه چې ددې ولایت په ټولوولسوالیوکې به دیته ورته پروسه په لاره واچوي اوهغه دپولیسوتنخواګانې چې شخصي جیبونوته لویږي مخه ونسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هغه اسنادچې څه موده وړاندي شمشادتلویزیون دیوه تحقیقي راپورپه مټ ترلاسه کړې وه لمخې یه په سنګین ولسوالۍ کې هره میاست دپولیسودمعاشونوڅخه ۷۳ لکه  افغانۍ شخصیي جیبونوته تلې، چې تیره ورځ دهلمندامنیه قوماندان هغه پیسې چې اختلاس سوې وي په لاس راوړي اودافغانستان خزانې ته یې وسپارلې ،هغه وایې تورن کسان یې څارنوالې ته ورپیژندلي دي خوژمنه کوي چې دهلمندپه ټولوولسوالیوکې به دپولیسودمعاشونوپلټنه کوي اودیادتجارت مخه به نسیې .

دده په خبره په سنګین ولسوالۍ په هغه اندازه پولیس چې دتشکیل لمخې ورکول سوې دي نسته خومعاشونه یې وتله اوشخصي جیبونوته لویدلې،قوماندان په دې ولایت کې دپولیسودپوره تشکیل دمالومه ولولپاره دیوي پروسي دراپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ،که څه هم یوازي په سنیګن ولسوالۍ کې هره میاشت ۷۳ لکه افغانۍ دپولیسودمعاشونوپه نوم وتلې اوشخصي جیبونوته لویدلې ویل کیږي چې ددې ولایت په پاته دیارلسوولسوالیوکې دپولیسوپه معاشونوکې پراخ اختلاس موجوددی خوامنیه قوماندان بیاپه ټولوولسوالیوکې ددغه اختلاس دمخنیوي ژمنه کوي .

.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر