۱۳۹۴ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

درخام دډبري دکان دساتلولپاره داړتیاوړوسایطواودشته ستونزودحل غوښتنه وسوه.

راپور—۲۰۱۵---۴—۱۴—
په دیشوولسوالۍ کې درخام دډبري دکان دساتلولپاره داړتیاوړوسایطواودشته ستونزودحل غوښتنه وسوه.
ددې ولایت دسرحدي پولیسو،اولایتي چارواکودغه څرګندونې په جنوبي هلمندکې دذلفقارپه بریالي عملیاتوکې دسرحدي پولیسودلاسته راوړنوپه اړه یوشمیرسرحدي پولیسوته دترفع دورکړي دمراسیموپه غونډه کې وکړي ،چارواکې وایې داچې درخام کان دګاونډي هیوادپه کستان سره په صفري نقطه کې پروت دی نه یوازي سرحدي پولیس ،دپطرولي وسایطودنه درلودلوله امله له ګڼوستونزوسرمه مخ دي بلکې ،دڅښلواوبوته هم جدي اړیتاته چې دشته ستونزوسربیره بیاهم سرحدي پولیسودډبري دقاچق مخه نیولې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې ۶۰۴ سرحدي زون قوماندان وایې دذلفقاردعملیاتودشروع سره سم دوی دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله نه یوازي دچاودیدونکوتوکو،اومهماتودراوړلومخه ونیول بلکې ګډي پولي ته څیرمه دملک دغره په سیمه کې یه درخام دډبري دقاچاق مخه هم ډب کړه ،هغه وایې اوس مهال یوازي هغه شرکتونه ډبره وړي چې قانونې جوازلري. خوقوماندان په یاده سیمه کې دسرحدي پولیسودشته اړیتاودورکړي غوښتنه کوي .

هغه دڅښاک،داوبو،دپطرولي وسایطونه درلودل،دخپلودندوپروړاندي لوی خنډبولې ،په ورته وخت کې دهلمندمرستیال والي په دې ولایت کې دسرحدي پولیسولاسته راوړنې په خپل ډول کې بیساري یادوي ،هغه هم داړونده وزارت څخه دسرحدي پولیسوداړیتاوړوسایطواوپه نوربرخوکې دشته ستونزودحل غوښتنه کوي .

رسولیاردکورنیوچارودوزارت څخه درخام دډبري دکان دساتلو،اوددیشوولسوالۍ په هغه سیموکې چې دامهال دولسوالۍ په ولکه کې دي دارایستلوپه موخه دیوه بل سرحدي پولیسودکنډک دمنظري غوښتنه وکړه ،ترڅودنشه یې توکودقاچاق،ترڅنګ دوسله والودتګ اوراتګ مخه هم نیول سوې وي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر