۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

ملاخیل :هغه لیکونه رسنیوته وښودل چې طالبانواوداعیش پریوبل دجهاداعلان کړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۰—
دهلمندامنیه قوماندان هغه لیکونه رسنیوته وښودل چې طالبانواوداعیش پریوبل دجهاداعلان کړی دی .
داپه داسي حال کې ده چې تیره ورځ ددې ولایت په کجکې ولسوالۍ دداعیش ډلي دزیاتیدوڅخه اندیښنه ښودل سوې وه ،قوماندان په یوه خبري ناسته کې وویل کله چې افغان دولت ،اووسله والوترمنځ دسولي خبري تودي نودافغانستان دوښمنان په یوه اوبل نامه نوي ډلي رامنځته کوي،هغه که څه هم واضع ونه ویل خوزیاته وي یوشمیرډلو په هلمندکې هم ددولت ضدتازه فعالیتونه راپیل کړي دي، خوژمنه کوي چې امنیتي ځواکونه په هرډول حالاتووکې دهلمندڅخه ددفاع په خاطرچمتووي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم تیره ورځ په کجکې ولسوالۍ کې دداعیش دډلي دارمنځته کیدو اوپه سیمه کې ددي ډلي دپراخیدوڅخه اندیښنې وښودل سوې،خودهلمندامنیه قوماندان په یوه خبري ناسته کې وویل دوی هغه دوه لیکونه په لاس راوړي دي چې دداعیش ډلي پروسله والو،اووسله والوبیاپرداعیش ډلي دجهادکولواعلان کړی،قوماندان نه یوازي ددواړوډلوسره دکلکي مبارزې ډادورکړبلکې داهم وایې په کجکې ولسوالۍ کې دداعیش ډله دخپلولیکودغښتلوکولولپاره دځوانانوپه راجلبولوهم بوخته ده .

قوماندان وایې داچې دوی په هلمندکې وسله وال له ماتي سره مخ کړي دي نوله همدي امله دهیواده بهریوشمیرکړۍ غواړي په یوه اوبل نامه نوي ډلي رامنځته کړي ترڅوناامنۍ ته لمنه ووهي .
دهلمندامنیتي چارواکې په داسي حال کې په دې ولایت کې دداعیش دډلي اویوشمیرنورووسله والوډلوچې لایه نومونه نه دي په ډاګه سوي درامنځته کیدوخبرورکوي چې ددې ولایت دشمالي هلمندپه څلووروولسوالیوکې ترډیره سیمه دوسله والوسره په ولکه کې ده چې کله ناکله دیادوناامنیولمنه ترمرکزي سیموهم ځان رارسوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر