۱۳۹۴ فروردین ۱۵, شنبه

دناې دشورشورک ،اودمارجې دشین غزک سیموته دذلفقارعملیات ورسیدل .

راپور—۲۰۱۵—۴—۴—
دهلمند دناې دشورشورک ،اودمارجې ولسوالۍ دشین غزک سیموته دذلفقارحمایوي عملیات ورسیدل .
چارواکې وایې داچې دتریخ ناورسیمه دوسله والوپاکه سوه نودوی هڅه کوي هغه سیمي چې لااوس هم وسله وال پکي حاکم دي پاکې کړي چې دم ګړی یادي دواړي سیمي بیله کومه مقاومته پکي عملیات بریالي پرمخ ځي اوترډیره یې داسیمي نیولي هم دي ،دسیمي اوسیدونکي وایې دوی دجګړې پرمهال ددواړوخواڅخه په سختوستونزوکې راګیروه داچې سیمه یې پاکه سوله اوس یوځل بیابیله کومه ډاره خپل ژوندته ادامه ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیتي چارواکې وایې دمارجې ولسوالۍ دشین غزک اودناوې ولسوالۍ دشور شورک سیمه یې بیله کومه مقاومته دوسله والودمنلګوڅخه خلاسه اوامنیتي پوستي یې پکي ځای پرځای کړې، د۲۱۵ میوندقول اردولومړي پلي لیوادڅلرم قندک قوماندان وایې دوی به داځل دلته شته امنیتي پوستي قوي کوي ترڅویوځل بیادوسله والودراتګ مخه په کلکه نیول سوي وي .

هغه وایې داچې دسیمي اوسیدونکې دوسله والوطالبانودظلمونوڅخه ترپوزي رسیدلې ددوي دورتګ څخه یې تودهرکلی کړی اودهرډول مرستي کولوژمنه یې هم ورسره کړې  ده ،دسیمي اوسیدونکې وایې دجګړواوعملیاتوپرمهال دوی ددواړولوروڅخه په سختوستونزوکې راګیروه داچې سیمه اوس مهال ترامنیتي واک لاندي راغلې ده نودوی هم دامنیتي ځواکونوسره دیادوسیمودامینت ساتلوپه موخه دمرسته کولوژمنه کوي .

دناوې دشورشورک ،اودمارجې دشین غزک سیمي هم په هلمند کې یوله ناامنه سیموڅخه وې چې چارواکویه دنیول کیدواوهلته یې دپوره امنیت دارویستوخبره کوي .که څه هم دذلفقارحماوي عملیات په جنوبي هلمنددکې په بریاليتوب پرمخ ځي خوپه شمالي هلمندکې روان عملیات نه یوازي چې پرمخ نه ځي اوبریالي هم ندي بلکې دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکې هم دروانوعملیاتوڅخه ناراضه دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر