۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبه

دمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورکې دوسلوشپږمه زیرمه هم ونیول سول.

راپور—۲۰۱۵—۵—۶—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورکې پیل سوي عملیات پایته ورسیدل .
چارواکې وایې په یاده سیمه کې دسرحدي پولیسوپیل سوي عملیات دپایته رسیدوسره سم دوسله والوطالبانوشپږه دوسلواوچاودیدونکوتوکې زیرمه هم دیادوځواکونولاسته ورغلي ده چې دبیلابیلووسلواوچاودیدونکوتوسره بیره په زرګونه پیره مرمۍ هم نیول سوي دي ،چارواکې وایې داچې دذلفقارعملیات په څومرحلوکې ترسره کیږي په ډیری سیموکې دامهال لومړی مرحله پایته رسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دذلفقاردعملیاتودپایته رسیدوپه اړه خبري روانې دي خوتازه دناعلي په شاول ،اودګرمسیرولسوالۍ په صفارسیمه کې دامنیتي ځواکونواووسله والوطالبانوترمنځ نښتي رامنځته سوي دي ،دشپږسوه څلرم سرحدي زون چارواکې وایې په تریخ ناورکې پیل سوي عملیات دپایته رسیدوسره سم تیره اونۍ دوسله والوطالبانودوسلو،اوچاودیدونکوتوشپږمه زیرمه چې لسګونه میله وسلې اوچاودیدونکي توکې پکې شمال دي په زرګونه پیره مرمۍ هم نیول سوي دي .

چارواکې که څه هم په جنوبي هلمندکې دذلفقارروان عملیات بریالي بولې خوپه شمالي ولسوالیوسنګین کې روان عملیات نه یوازي له ګڼوستونزوسره مخ دي بلکې دجنوبي هلمندپه پرتله بریالي نه دي ،خوویل کیږي دبریالي پایته رسیدوپه موخه یې پراخ مراسم هم نیول سي دي چې دراتلونکې چهارشنبي په ورځ به په رسمي توګه دذلفقارپیل سوي عملیات پایته ورسیږي خولااوس هم په سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ننګونې پرخپل ځای دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر