۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

مدني فعالین دملي یوالي حکومت په خپلوچاروکې ناکامه بولي

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۷—
په هلمندکې دمدني ټولنودهمږغي مشراوځیني مدني فعالین دملي یوالي حکومت په خپلوچاروکې ناکامه وباله .ددوی نیوکه داوه چې په دې ولایت کې چارواکودناسموکړنوله امله ورځ تربلې نه یوازي داولس اودولت ترمنځ فاصیله رامنځته کږی بلکې لاهم دزیات والي په حال کې ده ،دوی وایې دنوروولایتونوڅخه په دولتي اداراتوکې ګمارل سوي مامورین دلته یوازي دپیسوپه ټولوبوخت دي خلکوته دخدمت کولوپرځای بیلابیلي ستونزي زیږه وي چې دغه چاري ددوی غصه راوه پارول .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دمدني ټولونودهمږغۍ ددفترمشراوځیني مدني فعالین دملي یوالي حکومت ځکه ناکام بولي چې په خبره یې ده ستونزودحل کولو،ددولت اوخلکوترمنځ دشته واټن دکمولوپرځایه نوره هم دغه فاصیله ډیره کړه ،چې له امله یې خلک دپراخوستونزوسره مخ سوه ،ددوی بله نیوکه داوه چې دنوروولایتونوڅخه دهلمندپه دولتي اداروکې ګمارل سوي مامورین دکارکولوپرځای دپیسوپه ټوله ولوبوخت دي ،خوزیاته وي په دې ولایت کې دځینودولتي کارمندانوناسمي کړني ددې لامل سوې چې اداري فسادکولوته هم لاره هواره کړي .

مدني فعالینوپه دولتي اداروکې دځینوچارواکودښوکارونوستاینه وکړه خوټنګاریې داوچې په ډیرواداراتوکې دمسولینودخپلي سري کارونو،اوبي عدالتیو،دیته مجبورکړه چې ددوی پروړاندي خپل ږغ پورته کړي ،دغه مدني فعالین وایې په هلمندکې ناامنې ،فقراوغربت ،بیکارې ،داقتصاد ټیټ والی ،بي عدالتي ،دګاونډیوهیوادنودڅارګرو ادارولاس وهنې ، دولس سره دستونزوپه حل کولوکې مرسته نه کول،دمرکزي ادارې نه پاملرنه،  دا اودیته ورته نورمسایل هغه څه دي چې خلک ددولت څخه فاصیله نسي چې دغه کارددوی اندیښني هم دپام وړډیري کړي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر