۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبه

دنشه یې توکوپه وزارت کې دشته فسادله امله پولیس اړسوي دي چې په لاس باندي دکوکناروکروندي واړوي .

راپور—۲۰۱۵---۴—۵—
دنشه یې توکوپه وزارت کې دشته فسادله امله په هلمندکې پولیس اړسوي دي چې په لاس باندي دکوکناروکروندي واړوي .
دهلمندامنیه قوماندان دنشه یې توکوپروزارت له دي امله کلکه نیوکه کوي چې هلمندته یې دکوکناروداړلولپاره داړتیاوړوسایط دخپل ریاست په واکې نه دي ورکړي چې له همدي امله پولیس اړدي چې یادکښت په لښتووهلولمنځه یوسي ،قوماندان یوځل بیادنشه توکووزارت پړبولې چې دلته یې داړتیالمخې دوسایطوپه برابرولواودکوکنارودکښتونوپه لمنځه تلوکې پاته راغلي چې پولیس یې هم له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
خودنشه یې توکودریاست مسولین ځیني ستونزي منې خودلته روان کمپاین بریالی بولې.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دادناوې ولسوالۍ دشور شورک سیمه ده چې تیرورځ دیولړعملیاتوپرمهال تردولتي حاکمیت لاندي راغله اوورسره سم پولیسودکوکنارودکښتونوپه اړولولاس پوري کړ،دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په سیمه کې شمشادتلویزیون وویل دنشه یې توکوسره دمبارزې ریاست نه خودیادکښتونوداړلولپاره وسایط لري اونه هم تراوسه دوی دیادوکښتونوڅخه خبردي ،قوماندان یوځل بیاپریادوزارت له دې امله کلکه نیوکه وکړه چې دکوکنارودکښتونوداړولولپاره جوړه سوې طرحه ناسمه ده چې له امله یې پولیس له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .


خوپه هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزې ریس محمد لعل عزیزي هم ځیني ستونزي منې خوزیاته وې که پولیس غواړي په هلمندکې ترپنځه زره هکټاره ټاکل سوي هدف ډیر کوکنار واړوي دوی اماده دي چې امکان ورته برابرکړي ،که څه هم له یویخواپه هلمندکې دکوکناروکرکیله څوبرابره ډيره ده خوچارواکې دتیرکال په پرتله یوازي ددیرش سلنه ډیروالې خبره کوي ،په داسي حال کې چې په ډیری سیموکې کوکنارخپل حاصل ته رسیدلي هم دي خولاتراوسه پنځه زره هکټاردکوکناروکروندي ندي اړول سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر