۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

په عدلي ارګانونوکې داصلاحاتونه راتګ دناامنۍ یولوی لامل وبلل سو.

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۷—
دهلمند په عدلي ارګانونوکې داصلاحاتونه راتګ دناامنۍ یولوی لامل وبلل سو.
ددې ولایت مدني فعالینواوځینوقومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل امنیتي کسان هره ورځ قرباني ورکوي خودعدلي ارګانونودنه پاملرنې اوپه دغه برخه کې دپراخ فسادله امله یادخومجرمین خوشي کیږي اویاهم هغویوته سزانه ورکول کیږي چې دغه چارې ددوی اندیښنې راپاره ولي دي ،دوی پرښاري محکمې تورهم پورکړچې ځیني کسان یې دپیسوپه بدل کې خوشي کړي خودیادي محکمي چارواکې لګول سوي تورنه نه منې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې ځیني مدني فعالین اوقومي مخورپه دې موخه سره راټول سوې وه چې ددې ولایت په عدلي ارګانونوکې فساد،دقانون نه پلې کیدل ،شخصي روابط ،اودیته ورته نورداسي مسایل سته چې دوی نورپرخپلودولتي ادارودبیباورۍ ترڅنګ سخت ناهیلې سوي هم دي ،دغه مدني فعالین وایې داسي اسنادپه لاس لري چې دهلمنددښاري محکې ځینوکارکونکوهغه انسان تښتونکې دپیسوپه بدل کې خوشي کړي اودځینویه دبندموده هم راکمه کړې ده چې دامنیتي کسانولخوال نیول سوې وه ،دوی په دې ولایت کې دناخوالودډیریدویولامل ولسمشراواجراییه ریس یاده کړه چې هملند یې له پامه غورځولی دی .


مدني فعالین په دې ولایت کې دنورواداروترڅنګ په عدلي ارګانونوکې دملي یوالي دحکومت څخه دبنسټیزواصلاحاتودارویستوغوښتنه کوي ،په ورته وخت کې دښاري محکمې ریس مولوي اخترمحمد په ښاري محکمه کې دهرډول اختلاس خبره نه منې خوزیاته وي دوی دقانون لمخې هرانسان تښتونکې ته د۱۵ کاله بندسزاټاکلي ده .هغه وایې که دمحکمې په ا ړه دچاسره کره اسنادموجودوي دوی اماده چې جواب ووایې ،دهلمندخلک نه یوازي دناامنیوڅخه رنځ وړي بلکې ډیری وختونودبیلابیلواداراتودناسم چلنداوخپلي سرې کارونوڅخه ترپوزي رسیدلي چې دپه حل کولوکې یه مرکزي اداره هم پاته راغلي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر