۱۳۹۴ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

دهلمند پوهنتون چې اته کاله مخکې رامنځته سوخولااوس هم ودانۍ نلري .

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۲--
دهلمند دولتي پوهنتون اته کاله مخکې تاسیس سوی خولااوس هم خپله ودانۍ نلري .
دیادپوهنتون مسولینوپراړونده وزارت له دې کبله نیوکه وکړه چې نه خودې پوهنتون ته انکشافي بودیجه ورکوي اونه یې هم یادپوهنتون ودانۍ جوړه کړې چې محصلین یې له ګڼوستونزوسره مخ دي .ددوی په خبره دامهال دپوهني دریاست اړوندلیلیو،اودعالي دارالمعلمینوپه ودانیوکې خپلې زدکړي پرمخ وړي.دوی ګواښ کوي که یې ستونزي حل نکړل سي دراتلونکې کال لپاره دمحصلین نسي جلب ولای .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپوهنتون مشرسورکل عبدالرحمن وایې که څه هم اته کاله وړاندي هلمندپوهنتون رامنځته سوخوتراوسه هم خپله ودانۍ نلري چې نه یوازي یه پردرسي چاپریال بدي اغیزي کړي دي بلکې به په راتلونکوکې دنومحصلینودنیول کیدوڅخه هم لاس په سرسي ،هغه وایې دامهال دپوهني دریاست اړوندپه لیلیو،اوهمدارنګه دعالي درالمعلیمینوپه ودانیوکې محصلین په سختوحالاتوکې په زدکړوبوخت دي .

 دهلمندپوهنتون علمي مرستیال احسان الله حیات بیادلوړوزدکړووزارت دهلمندپوهنتون سره دموراوموري په چلندکولوتورنه وي ،دده په خبره دودانۍ دنه شتون ترڅنګ په ټولګیوکې دچوکیو،دبرق ،اوانټرنیټ نه درلودلوداداري چاروترڅنګ پرعلمي برخه هم خپلې منفي اغیزي ډیري کړي دي.نوموړی دلوړوزدګړوپروړزارت له دي امله نیوکه وکړه چې په یادوبرخوکې هیڅ پاملرنه نکوي چې محصلین یې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

هغه وایې داچې هلمندپه هنتون ته په مرکزيه ساحه کې اویاجریبه ځمکه ورکول سوې، ولي دامهال دنه بودیجې له امله دځینوزورواکولخوادغصب ترلوړتهدیدلاندي ده چې دغه چاري دوی انديښمن کړي هم دي ،هلمند پوهنتون په ۱۳۸۷کال کي رامنځته سوتردي مهاله دهیواد دبیلابیلوولایتونوڅخه ۱۵۸۰محصلین لري چي د۶۹ استادانو لخوا په څلورو پوهنځیو کي ورته لوړي زدګړي ورکول کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر