۱۳۹۴ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

په هلمندکې دپوهني دپیاوړتیاپه موخه هڅي راپیل سوې دي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۹—
په هلمندکې دپوهني دپیاوړتیاپه موخه هڅي راپیل سوې دي .
دزدکونکوترمنځ دغه سیالې چې دیوه ملي سوادګرپه مالي مرسته پرمخ وړل کیدل موخه یې په دي ولایت کې دپوهني پیاوړتیاښودل سوې وه چې دزرګونه زده کونکوڅخه تردرې میاشتنیوزاموینووروسته لومړی ،دوهم اودریم مقام وړونکوته دنغدي پیسوترڅنګ لوړنورامتیازات هم ورکول سول ،دوالي ومرستیال اودپوهني دریس دیادسیالیوڅخه دخوښي ترڅنګ دیادزده کونکوسره دلوړوزدکړودزمیني دبرابرولوژمنه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دپوهني دپیاوړتیاپه موخه هڅي راپیل سوي دي ،دکامل ستوري په نوم دغه سیالۍ چې دملي سوادګرلخوادزرګونه زده کونکوترمنځ له تیرودریومیاشتوراهیسې پیل سوې وې چې دچهارشنبي په ورځ یې بریالیوزده کونکې ونومول اوورته یې بیلابیل امتیازات هم ورکړه ،دپوهني ریس وایې دڅلویښتولیسودزرګونه زده کونکوترمنځ یې په دغه سیالیوکې څلورڅلویښت کسان ګټونکې اوددوی ترمنځ هم لومړی ،دوهم اودریم مقام ګټونکې هم ونومول ،دهلمند دسرپرست والي مرستیال اودپوهني ریس دغه کاردپوهني په برخه کې یوبیساری خدمت وباله اودګټونکوزده کوونکوسره یې ولوړزدکړته دزمینې دبرابروژمنه هم وکړه.

ملي سوداګرهارون پوپل چې یادي سیالۍ یه په لاره اچولي دولایتي مسولینوڅخه یې غوښتنه داوه چې رده کوونکوته پوره پاملرنه وسي ،ترڅوددې ولایت دپوهني په برخه کې پیاوړیتارامنځته سوې وي ،خودولایتي شوارغړې بشیراحمدشاکربیاپرولایتي چارواکوله دې کبله نیوکه وکړه چې نه یوازي یه دپوهني په برخه کې کارندی کړی بلکې یه په نوروبرخوکې هم توانایې دکارکولونه درلوده .

دیاده ولووړده چې تیره ورځ هم دمدني ټولنوغړوپرولایتي چارواکوله دې امله نیوکه وکړه چې په هلمندکې یه دکارکولوپرپیسوټولولوته لومړیتوب ورکړی دی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر