۱۳۹۴ فروردین ۲۲, شنبه

که دکجکې دامنیت ډاډ ورنکول سي دبند درغولو۱۸۰ میلیونه امریکایې ډالره مرسته به وځنډول سي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۱۱—
دامریکادنړیوالي پرمختیایې ادارې هغه اندیښنې ردسوې چې ګواکې دامنیتي ستونزوله امله دکجکې دبریښنادبنددپروژي چاري کیداسي وځنډول سي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دوی بشپړچمتوالی لري ترڅودیادبنددپروژي چاري بیله کومې امنیتي ننګونې ترسره سي ،داسي ګنګوسي دې چې یادي ادارې ویلې که دکجکې دبریښنادبند دکارکولولپاره دویته دامنیت له پلوه ډاډ ورنکول سي کیداسي کومه بودیجه چې دیادبنددرغولولپارهه ځانګړې سوې ده ردسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکجکې دبریښنادفابریکې درغولولپاره شااوخواپنځه کاله مخکې ۱۸۰ میلیونه امریکایې ډالره ځانګړي  سوي وه چې دامنیتي ننګونوله امله کیداسي یوځل بیارداودیادي فابریکې درغول چاري وځنډول سي ،داسي ګنګوسي دي چې دامریکادنړیوالي پرمختیایې اداري یو ایس ای ډی ادارې ویلې که په کجکې کې دامنیتي پلوه دکارکولوزمینه برابره نسي دوی به خپله ټاکل سوې بودیجه وځنډه وي .خودهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې دوه کانټیره بریښنایې سامونه یې کجکې ته رسولې اودیادبنددرغولودبشپړه امنیت دتنګښت ډاډورکوي .

خواهادهلمند دولایتي شوراغړې وایې له تیرو۱۳ کلونوراهیسي په لویولاروکې دامنیت دخرابوالې له امله دیادي فابریکې درغولوچارې ستونزمنې سوي دي


دوی وایې که په شمالي هلمندکې دبشپړه امنیت زمینه برابره نسي لري نه ده چې یوځل بیادغه مرسته سوې پیسې ردسي ،داپه داسي حال کې ده چې شااوخواشپږکاله وړاندي دکجکې دبند دریم توربین یادي ولسوالۍ ته ولیږدول سوخوتراوسه هم دبیلابیلودلایلولمخې یې دنصبولوچارې نه دي پیل سوي، امکانسته چې دیادتوربین ډیری برخې له دي امله دکاره لویدلي وي چې کلونه کلونه کیږي ترشنه اسمان لاندي پروت دی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر