۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

دسیمه ییزوپولیسودمرګ ژوبلې لوی لامل ددوی په لیکوکې دپراخ فسادشتون په ګوته سو.


راپور—۲۰۱۵—۴—۹—
دهلمند دسیمه ییزوپولیسوپه لیکوکې دپراخ فسادشتون ددې لامل سوچې مرګ ژوبله یې لوړه سوه .
دکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزوپولیسودقوماندان مرستیال وایې په هلمندکې سیمه ییزپولیس ددرنووسلو،ترڅنګ ،دتشکیل ،تنخواګانو،اونورووسایلوته جدي اړتیاده ترڅودنوروامنیتي ځواکونوپه پرتله ددوی په مرګ ژوبله کې هم کموالی راسي ،خوهاخوادهلمندامنیه قوماندان بیاپه دې ولایت کې دسیمه ییزوپولیسودپوره اکمال اوشته ستونزواوننګونودلري کوي ژمنه وکړه ،دغه څرګندونې په دې ولایت کې سیمه ییزوپولیسوته دددوی دندو،بشري حقونو،اونوروبرخوکې په یوه ورځنې سمینارکې په ډاګه سوې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزوپولیسودقوماندانۍ مرستیال مل پاسوال عبدالحمید،حمیدي وایې دسیمه ییزوپولیسودتنخواګانې دهغه کسانوله لوري خوړل کیږي چې سیمه ییزپولیس یې جوړکړي اویاهم زورواکې دي ،دسیمه ییزوپولیسووسلي دغیري نامسولوکسانوپه واکې ورکول،په زیات شمیردوسایلوتخریب ،اوددوی په لیکوکې دشته فسادرامنځته کول ددې باعث سوچې په هلمندکې دسیمه ییزوپولیسومرګ ژوبله لوړه سي .

خوهاخوادهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په دې ولایت کې دسیمه ییزوپولیسودهڅواولاسته راوړنوترڅنګ ژمنه وکړه چې ډيرژربه دشته ستونزواوناخوالودلري کولوسربیره به سیمه ییزپولیس دهرډول امکاناتوڅخه برخمن کړي .

په هلمندکې د ۲۹۵۰ سیمه ییزوپولیسوپه لیکوکې ،دفساد، دوسلو،تنخواګانو،داعاشې دکمبوتاتواودیته ورته په نوروبرخوکې دستونزویادونه په داسي حال کې کیږي چې سیمه ییزپولیسودجنګ دډیروالي له امله دنوروامنیتي ځواکونوسره اوږه پراوږه په جنګ بوخت دي ،دسیمه ییزوپولیسوپه لیکوکې دشته فساد،اونیمګړیتاوڅخه په هغه یوه ورځنې سمنیارکې پرده پورته سوه چې یادوپولیسوته دبشري حقونو،ددوی ددندو،حلاصیتونو،اودخلکوسره دښه چلندترلامه لاندی نیول سوی و.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر