۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

دکجکې ولسوالۍ په زمینداوراوساروان کلا سیموکې دداعیش ډلي پراختیااندیښنې راپیداکړي

راپور—۲۰۱۵—۴—۱۹—
دهلمنددکجکې ولسوالۍ په زمینداوراوساروان کلا سیمه کې دداعیش ډلي پراختیااندیښنې راپیداکړي دي 
دکجکې اوسیدونکې وایې اوس مهال په سیمه کې دیادي ډلي دډیریدواوهم دلته ددوی له لوري دجلب اوجزب کارونه په چټکې پرمخ ځي چې له امله یې اوسیدونکې دسختواندیښنوسره لاس اوګریوان کړي دي،خودیادي ولسولۍ امنیتي چارواکې هم دداعیش دډلي ورځ تربلې دپراخیدوخبره نه رده وي اوزیاته وي تراوسه یادي ډلي خپل کسان تردوه سوه رسولي دي چې یوشمیربهرني اتباع هم پکې شامل دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم داوړي په رارسیدوهرکال دوسله والوطالبانوبریدونه زوراخلي خوداځل بیادیوي بلې وسله والې ډلي داعیش دراپیداکیدواوورځ تربلې دپراخیدواندیښنې دپام وړډیري سوي دي ،دکجکې ولسوالۍ اوسیدونکې وایې په زمنیداور،اوساروان کلاسیموکې دوسله والوطالبانو،قاچاق بروترڅنګ دداعیش ډلي پراخیدل اوپه سیمه کې پراخې ناامنې هغه څه دي چې اوسیدونکې یه هم له سختواندیښنوسره مخ کړي دي .

خودغه اندیښڼې وروسته له هغه نوري هم ډیري سوې چې دکجکې ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په سیمه کې دیادي ډلې ورځ تربلې دډیریدوترڅنګ په یاده ډله کې دبهرنیوشتون هم وه مانه ،قوماندان وایې داچې تراوسه ددعیش ډلي شمیرتردوه سوه رسیږي خوپه سیمه کې ددوی دډیریدواندیښنه هم لري .


هغه وایې دسیمي وسله وال دم ګړی دداعیش ډلي سره یوځای سوې دي ،دهلمندسرپرست والي هم په یاده ولسولۍ کې امنیتي ستونزي منې ،خواندیښنه داده چې په شمالي هلمندکې امنیتي ننګونې پرخپل ځای دي داچې دداعیش دډلي اووسله والوطالبانوپه یوځای کیدوسره به نوري کومي امنیتي ستونزي رامنځته سي وروسته په ډاګه سي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر