۱۳۹۴ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

په هلمندکې ۲۷ زره جریبه ځنګلونه دزورواکو،اوسیمه ییزوخلکولخواغصب سوي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۲۳—
په هلمندکې ۲۷ زره جریبه ځنګلونه دزورواکو،اوسیمه ییزوخلکولخواغصب سوي اوپه شخصي ځمکوبدل سوي دي .
دکرني دریاست چارواکې وایې داچې دنوروولایتونوپشان دلته هم په زرګونه جریبه مثنوي اوطبعي ځنګلونه وه خودامهال دزوراکولخواغصب اودشخصي مځکواستفاده تري کیږي چې ترډيره لمنځه تللي دي،هاخوادچاپیریال ساتني دادارې چارواکې هم داستونزه منې خووایې اوس مهال یې دکرني دریاست سره یوځای دهڅي ارپیل کړي ترڅودشته ځنګلونودغصب دمخنیوي ترڅنګ غصب سوي هم راوګرځوي خووایې داکارددوی له توانه وتلی دی .
نورحاال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې که څه هم ددولتي مځکوغصب عادي خبره ده خوداځل دکرني دریاست چارواکوپه دې ولایت کې دزورواکو،اود سیمي داسیدونکولخو د۲۷ زره جریبه ځنګل دغصب خبرهم ورکړ.دکرني دریاست سرپرست وایې دیادوغصب سوځنګلودراګرځولوتوان نلري خودمرکزي دولت څخه یې په دغه برخه کې دجدي مرستي غوښتنه وکړه .

هغه وایې ۱۳۰۰ په لښکرګاه ښار،۱۱۹۵۰ په مارجې ،۳۲۷۴په نادعلي، ۳۰۴۹په خانشین ،۳۵په کجکي او۳۷ جریبه ځنګل هم په ګرشک ولسوالۍ کې غصب سوی دی .
په ورته وخت کې بیادچاپریال ساتني داداري مشروایې هلمند ډیرې دولتي ځمکي لري، خو هغه ځمکي چې رطوبت یې در لودی هغه د ځنګلونو لپاره  ځانګړي سوي وې چې دامهال ټولي غصب سوي دي ،چې نه یوازي یه دهواپه خرابوالي کې بدي اغیزي کړي ،بلکې یه دهلمندښکلاته هم زیان اړولی دی،هغه زیاته وي دکرني دریاست سره یې په ګډه دځنګلونودبیاجوړیدوپلان لري خوپروړاندي یه لوی خنډناامنې ده .

یاده دي وي چې اوس مهال یوازي دلښکرګاه ښارسیندته څیرمه ۶۰۰ جریبه ځنګل شتون لري خوهغه هم هرکال دچارواکودبي پروايي له امله اور اخلې او ډیره برخه  يې زیان وینې .
  




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر