۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

په نادعلي ولسوالۍ کې دثبات،اوملي پیوستون له لارې ددري سوه دودیرش ملیونه اودري لکه افغانیوپه لګښت پروژي پلي سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۴—۱—
دهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کې دثبات اوملي پیوستون سلګونه پروژې ګټي اخسیتنې ته سپآرل سوي اوپرځینویه لاکاردوام لري .
چارواکې وایې په یادوپروژوپه سلګونه ملیونه افغانۍ مالي لګښت راغلی دی چې لس فیصده ونډه دسیمي خلکوورکړي ده ،دوی وایې په یادوپروژوکې پلچکونه ،دابوکلپونه ،سړکونه ،کانال کاریدل ،اودپاکواوبوژوري څاګانې پکۍ شاملي دي ،دسیمي اوسیدونکې خوښ دي چې ددوی داړتیاوسره سم ورته کارسوی دی خوغوښتنه یې داده چې په پاته سیموکې دي هم دورته کارونه پلي سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کې دثبات ،اودملي پیوستون دګډ پروګرام له لارې دخلګوپه خوښه سلګونه بیلابیلي پروژي په لاره اچول سوي دي ، دکليو دپراختیا او بیارغوني ریس محمد عمر قانع وايي لومړی ۶۳ کلیوالې شوراګاني جوړي سوي چې ددوی په خوښه ۱۲۶۰ پلچکان،۳۷۸۰ داوبوکلپونه ،۷۵۶ دپاکواوبولاسي برمې ،د ۲۳ کلیومتره کانال پاکارې ،اوشاه اوخواپنځه ویشت کلیومتره سړکونوجغل اندازي کارونه پیل سوه چې یوشمیریې بشپړي اودځینوکارلادوام لري ،هغه وایې پریادوپروژوټول دري سوه دودیرش ملیونه اودري لکه افغانۍ لګښت راغلی دی چې په یادوپیسوکې لس سلنه ونډه دسیمي داوسیدونکوده .

نوموړی په یادوپروژکې دفسادخبره نه رده وي خوزیاته وي دوی پوره هڅه کړي چې مخه یې ونیسي ،دسیمي اوسیدونکي دیادوکارونوڅخه ترډیره خوښ دي ولي غوښتنه یې داده چې دنادعلي ولسوالۍ دپاته کلیو،اوکورنولپاره دي هم دغه ډول ګټوري پروژي پلي سي ترڅوله شته ستونزوڅخه خلاس سي .

یاده دي وي چې ددغوپروژوکارله تیرولسومیاشتوراهیسي پیل سوی دی دچارواکوپه خبره په یادوپروژوکې شاه اوخواپنځه زره کسانوته دکارکولوزمینه هم برابره سوې ده .

.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر