۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

له اوه کلن ځنډوروسته یوځل بیادکجکي دبریښنادبند ددریم توربین دنصبولوچارې پیل سوې .

رارپور—۲۰۱۵—۴—۱۳—
له اوږده ځنډوروسته یوځل بیادکجکي دبریښنادبند ددریم توربین دنصبولوچارې پیل سوې .
چارواکې وایې اوه کاله وړاندي دبریتانیې ځواکوپه مرسته دیادتوربین ډيری سامانونه دلسګونکوکسانوپه مرګ ژوبله ولیږدول سول ،خودبیلابیلودلایلولمخې یه چاري په ټپه دریدلې وې چې تیره ورځ یوځل بیادیوه تورکې شرکت له لوري یه دنصبولوچاري پیل سوي ،دوی همدارازوایې که څه هم اوسنې دبریښنامزي ددی توانایې نلري چې بشپړه بریښنادي هلمند،اوکندهارولایتونوته ولیږدوي خوزیاته وي په دغه برخه کې هم دیوه افغاني شرکت سره یې دمزودنوې کیدودقراردادچاري بشپړي سوي دي .
بایدوویل سي دراتلونکودومیاشتوپه اوږدوکې به یې چاري په بشپړه توګه پایته ورسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دکجکې دبریښنادبند ددریم توربین دنصب چاري تیره ورځ پیل سوې، چې ددومیاشتوپه موده کې به یې کاربشپړاو د۳۲ میګاواټه بریښناڅخه به یې ظرفیت ۵۰ میګاواټه لوړسي ،چې په دې سره به دهلمند،اوکندهاردولایتودبریښناستونزه ترډیره حل سي ،دهلمند مرستیال والي وایې هغه ۱۸۰ میلیونه امریکایې ډالره چې دامریکادمتحده ایالاتودپرمخیتایې ادارې څخه دیادبندلپاره ځانګړي سوې وه اوس مهال یې یوځل بیا دیوه ترکې شرکت له لوري چاري پیل سوي دي .

رسولیاروایې که څه هم اوسنې دبریښنامزي دنوري بریښنادلیږد ظرفیت نلري خوزیاته وي په دغه برخه کې هم دیوه افغانې شرکت سره دمزودنویوکیدوقراردارهم بشپړسوی دی چې په یاده موده کې به په بشپړه توګه ورغول سي .


که څه هم دولایتي شورادغړوترڅنګ ددې ولایت ډیری اوسیدونکې دروانې  پروژې په امنیتي برخه کې اندیښمن دي خودهلمندامنیه قوماندان بیادبشپړه امنیت دټنګښت ډاډورکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر