۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

هلمند:د بهرامچې سرحدي سيمه د وسله والوطالبانوترټولوسترروزنيزمركزدي

راپور-۱۲-۲-۲۰۱۴
د هلمندد بهرامچې سرحدي سيمه د وسله والوطالبانوترټولوسترروزنيزمركزدي .
دغه ټکي د چهارشنبې په ورځ په دې ولايت كې د پوليسود شپږم سرحدي زون مسؤلينوخبريالانوته په ډاګه کړ .
ددوي په خبره له همدي سیمه څخه وسله والوطالبان په هلمند. اونیمروزولایتونوکي خپل فعاليتونه پرمخ وړي .
دغه چارواکي وايي ددې ولايت په سرحدي سيموكې يې د تيرودوه ورځوراپه ديخوا چاڼيزعمليات هم په لاره اچولي دي چې يوشميرسيمې يې د وسله والوطالبانوله شتون څخه خلاصې كړې هم دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د پوليسود شپږم سرحدي زون د كشف آمرسمونمل عبدالاحمد احمدي وايي له پاكستان سره په گډه پوله پرته د ديشوولسوالۍ اړوند د بهرامچې په سيمه كې وسله وال طالبان اود نيشه يي توكوقاچاق وړونكوترتولوي روزنيزمرکزبلل کیږي چې نه يوازې پكې وسله والوته روزنه ورکول کیږي بلكې له همدې سيمې څخه په هلمند اونيمروزولايتونوكې خپل فعاليتونه پرمخ وړي . اوله دي ځایه څخه دیادودوولایتولپاره دحملواونوروکارونولپاره پلانونه جوړه وي .

دنوموړي په وینادم ګړي په دیشواوخانشین سرحدي ولسوالیوکي چاڼیزعملیات پیل کړي دي چي تردې مهاله يې گڼې سيمې د وسله والوطالبانوله شتون څخه خلاصې كړې اوددې ترڅنگ يي څلورتنه وسله وال طالبان وژلي اودوه تنه يې له يوشميرسپكووسلواويوه اندازه مهماتوسره لاس په لاس نیولي دي .
هغه وايي دیادوعملیاتوڅخه يي هدف په سیمه دراتلونکوټولټاکنولپاره دپوره امنیت خوندي کول دي ترڅوټاکني بیله کومي امنیتي ستونزي په دغه سیموکي ترسره کړل سي .

بهرامچه د هلمند اوپاكستان سره په گډه پوله پرته سيمه ده چې له ډيرې مودې راپه ديخوا د نيشه يي توكود كاروبارسترمرکزاودوسله والوطالبانولپاره یوه خوندي سیمه هم بلل کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر