۱۳۹۲ بهمن ۲۱, دوشنبه

هلمند : د رايې اچونې ډیری مركزونه له جدي امنيتي ستونزوسره مخ دي .

راپور-۱۰-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې د رايې اچونې ډیری مركزونه له جدي امنيتي ستونزوسره مخ دي .
ددي ولايت دټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلين وايي لسگونه مركزونه غيرفعاله دي اويوشميرنورترلوړاومنځني امنیتي گواښونولاندې دي .
په ورته وخت کي هلمندوالي هم ياده سوې ستونزه مني خووايي چې د حل لپاره يې جدي هڅې راپیل کړي دي .
دا په داسې حال كې ده چې په ټول هلمند کي د رايې اچونې ۲۱۴ مركزونه دتشکیل لمخي ورکول سوي دي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مشر قدرت الله نقشبندي وايي له ۲۱۴ مركزونوڅخه ۷۲ د امنيتي ستونزوله امله په ټپه تړلي دي هغه وايي ،۱۵ ترلوړاو۱۷ مركزونه ترمنځني امنيتي گواښونوسره مخ دي .
نقشبندي وايي ددوي له لوري ټولي چاري په ښه توګه پرمخ رواني دي خویوازيني ننګونه دیادومرکزونوتړل کیدل دي اودځیني نوريې دیوډول امنیتي ستونزوسره هم مخامخ دي .
هغه وايي د كمسيون لخوا ټولې چارې په برياليتوب پرمخ روانې دي اوكومه ستونزه نلري خوزیاته وي يوازينى ستونزه يې د يادوسويومركزونوپر وړاندې امنيتي ګواښونه دي .

په ورته وخت کي دهلمندوالي محمد نعيم هم دغه ستونزه مني اووايي دهلمند په شمالي سيموكې اوس مهال هم درايې اچونې مركزونوپر وړاندې جدي امنیتي گواښونه شتون لري اوددې ترڅنگ دوې ولسوالۍ اوس مهال هم د وسله والوطالبانوپه ولكه كې دي.

والي وايي دهلمند په یوشمیرسيموكې هم درايي دورکولودمركزونوپر وړاندې امنیتي گواښونه شتون لري خوزیاته وي امنيتي ځواكونوته امركړى چې اوس مهال ډيره پاملرنه همدې امنیتي ستونزې ته وكړي ترڅود دغه مركزنوپر وړاندې د گواښونوكچه راټيټه کړل سي.

دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې ددې ولايت امنيتي چارواکویوازې ۱۵ مركزونه ترلوړتهديد لاندې په ډاګه کړه خواوس مهال په دغه برخه کي ستونزي پداسي حال کي زیاتیږي چي ورځ تربلي دټاکنوورځي هم رانیږدي کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر