راپور-۲۲-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې یوشمیرچارواکي د
پارلمان اوولایتي شوراوكيلان
د ولسمشرۍ
د نوماندانوكمپاينونه پداسي
حال کي پرمخ وړي چي خپلي دندي یه هم نه دي پرایښي .
دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ټاكنود خپلواك كمسيون
اړوند د رسنيود كمسيون يوتن
استازي په هغه يورځني وركشاپ كې چې د رسنيود لايحې د
پيژندې په موخه جوړه سوي وه
په ډاگه كړه .
په دې وركشاپ كې د هلمند
اونيمروزولايتونودخبريالانوترڅنگ ځينودولتي مسؤلينوهم گډون درلود.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

نوموړي كه څه هم د چانوم په ډاگه نه كړخوزياته يې كړه
په دې اړه به بشپړراپورپه مركزكې د ټاكنود شكايتونوكمسيون ته وسپاري اوترهغه
وروسته به دغه برخه
كې له قانون سره سم گامونه پورته كړي
.

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې ځينې خبريالان
وايي دا مهال عملا د ددولتي
کسانوترڅنګ دولسي جرگې اود ولايتي شورا دځينوغړولخوا ولسمشرۍ ته دنوماندانوكمپاينونه
پرمخ وړل كيږي خود ټاكنوخپلواك كمسيون اوچارواكويې په وړاندې هيڅ ډول غبرگون نه دى
ښودلى.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر