۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي : دبریښنادبنددبیارغاونې په نوم ورکول سوي پیسي به جیبونوته ولویږي اوکړي ژمني به عملي نسي .

راپور-۲۰-۲-۲۰۱۴
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايې دبریښنادبنددبیارغاونې په نوم ورکول سوي پیسي به جیبونوته ولویږي اوکړي ژمني به عملي نسي .
دغه اوسیدونکي وايې دیادبنددبیابیاجوړنې ژمنې د تيروشپږوكلونوراپه د يخوا دوام لري خوتراوسه يې په عملي برخه كې هیڅ ډول گام هم نه دى پورته سوى.
پرهمدي مهال دهلمنددبریښناریاست مسولین هم دغه ستونزه مني خوزیاته وي په نږدي راتلونکوورځوکي به يې دبیارغاوني چاري پیل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايې که څه هم ګرشک یوه ګڼ میشته ولسوالۍ ده خوبیاهم ددولت دنه پاملرني له امله يې اوسنۍ بریښنادژوندکولوستونزي هم نه دي ورحل کړي .
ددوي په ویناددولتي چارواکوپه هره برخه کي پخي ژمنې کړي خوزیاته وي یوازي یه دیادي ولسوالۍ داسیدونکوپه سترګوکي خاوري اچولي اوپه عملي توګه يي هیڅ ډول کارنه ترسترګوکیږي .
دګرشک اوسیدونکي وايې دغه بندته شاوخوا ۷۰ مليونه امريكايي ډالرهم ځانگړي سوي وه خوتراوسه يې بیاهم د جوړيدوڅرك نه لیدل کیږي .

دغه اوسيدونكي وايي دم ګړي بريښنا يوازې بډايواودولتي كسانوته وركول كيږي دوى اړدي چې په شخصي لگښت د ځان لپاره بريښنا چمتوكړي چي دغه کارله ډیروستونزوسره مخ کړي دي .
خوپه ورته وخت کي دهلمند د بريښنا رئيس انجنيرفيض الله هم مني چې د گرشك د بريښنا فابريكه شاوخوا ۵۰ كاله وړاندې چې پكې دوه توربينونه نصب سوي وه جوړه سوې اوتردې مهاله ورباندې د بيارغونې چارې هم نه دي ترسره سوې.

دنوموړي په وینادیوه دتړون لمخي یه چاري بشپړي سوي دي چي په نږدي راتلونکوورځوکي به يي دبیارغاوني کارهم ورسره پیل سي چي مخکي د ګرشك بندیوازي یوعشاریه اته میګاواټه بریښناتولیده وله خودغه کچه به څلورعشاريه اته ميگاواټوته لوړه سي .
بایدوویل سي دګرشک ولسوالۍ دبریښنادبندچاري چي په نږدي ورځوکي به پیل سي چارواکي وايې شاه وخوا۲ کاله به يې کاردوام وکړي چي دراتلونکو۲ کلولپاره به هم دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي له ګڼوستونزوسره سره دژوندچاري پرمخ ویسي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر