۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

هلمند :قومي مشرانواودولتي چارواكود كنړوروستۍ پيښه په كلكوټوکوسره وغندله

راپور-۲۷-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې قومي مشرانواودولتي چارواكود كنړوروستۍ پيښه په كلكوټوکوسره وغندله
پدي اړد پنجشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د سلگونوقومي مشرانوديني عالمانواودولتي چارواکوپه گډون جوړه سوې غونډه کي وينا والوله دولت څخه وغوښتل چي ددغه ډول پيښودمخنیوي ترڅنګ دي ورته کله پاملرنه وكړي.
پر همدې حال كې ددې ولايت چارواكي وايي چې ټولومامورينود يوې ورځې تنخوا به د كنړپه پيښه كې د ملي اردود وژل سويوسرتيروکورنیوته وركړي.
نورحال دهلمندولات څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دکنړولایت دملي اوردودوژل سووسرتیرودکورنیوسره دغم شریکي په موخه یوه غونډه جوړه سوي وه گډونوالووويل نه يوازې د ملي اردود وژل سويوسرتيروله كورنيوسره په دې غم كې شريك دي بلكې له دولت څخه په كلكه غوښتنه كوي چې پوره پلټنې وكړي ترڅوښكيل كسان پيدا اود قانون منگولوته وسپارل سي .
د دوى په وينا كه دې پيښه كې كوم هيواد لاس ولري دولت بايد پټه خوله پاتې نه سي اوورته غاښ ماتونكى ځواب وركړي ترڅوپه راتلونکوکي دافغانان وژني څخه لاس واخلي .

دوي زیاته وي دافغانستان ګاونډي هیوادونه په ښكاره توگه زموږپه حريمونويرغل كوي چې ددې يرغلونوښه بیلګه دكنړولايت دي چي د تيرودوه كلونوراهیسي یه توغندیزبریدونه دوام لري خودولت يې بيا هم پروړاندي هیڅ ډول غبرگون نه دي ښودلي .
په ورته وخت کي دهلمند والي محمد نعيم وایې د كنړپه وروستۍ پيښه كې د ملي اردود وژل سويوسرتيروله كورنيوسره د هلمند ټول دولتي مامورين د يوې يوې ورځې تنخوا مرسته كوي اوپدغه غم کي دولتي اداره شریکه بولي .

والي وايې دیوه کمیسون له لوري به پیسي راټولي اوپه یوه مناسب وخت کي به دملي اوردودوژ ل سوکورنیوپاته کسانوته په واکي ورکول سي .

داپه داسي حال کي ده چي ددي ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکوهم دیوي پراخي غونډي په جوړه ولوسره په کنړکي دملي اروددوژل سوپوځيانووژل کیدل په کلکوټوکوسره وغندل .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر