۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبه

هلمند: په لومړي ځل د يوې كورنۍ غړوکورپرایښي اود سولې د ټينگښت غوښتنه كوي


راپور۱۳-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې په لومړي ځل د يوې كورنۍ غړوکورپرایښي اود سولې د ټينگښت غوښتنه كوي
دغه کسان چې قرآنكريمونه هم له ځان سره ليږدوله وايي ترهغه به كورته بيرته ستانه نه سي ترڅويې دغه هيله چي د هرهيواد وال هم غوښتنه ده پوره نه سي.
دوى همدا رازوايي له تيرودريوورځوراپه ديخوا يې روژه هم نيولې اود قرآنكريم ختمونه به هم جاري ساتي .
په ورته وخت کي امنيتي چارواکي  وايي یاده کورنۍ د لښكرگاه ښارد مختارد سيمې اوسيدونكي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
ددغه كورنۍ مشرعبدالسلام چي شاوخوا ۳۸ كاله عمرلري وايي په هيواد كې روان تاوتريخوالي اوبيځايه وژنودې ته اړكړچې له خپلې كورنۍ سره يوځاى د لاريون په شګل چې ورسره د كورنيود غړوپه گډون د قرآنكريم ختمونه هم كوي اود سولې پيغام به دجنګ ټولوښکیلوخواوته ورسوي.
هغه وايي په لاریون کي ورسره خپله ميرمن،خوراولوريې هم ملتیاکوي اودا لړۍ يې د هلمند ولايت د ودانۍ له مخې څخه را پيل كړې ده.

هغه وايې دتیري بنجشنبي له ماښامه څخه يې دغه لړۍ راپیل کړي اوترهغه به خپل کورته هم نه ورځي ترڅویه دسولي دټنګښت هیله چي دهرافغان غوښتنه هم ده پوره نسي .
په ورته وخت کي دلښكرگاه ښارددوهمې امنيتي حوزې آمرسمونمل حاجي گران وايي عبدالسلام دمختارد سيمې اوسيدونكى دى اودده د ټولې كورنۍ له غړوسره يې خبرې كړې دي اودټولوغوښتنه همدا سوله ده اوبله هیڅ کومه موخه نه لري.
نوموړی وایې دوي هم دعبدالسلام ددغي پریکړي دهرکلي ترڅنګ دهغه سره په کلکه يې ملاتړکوي .
د يادونې وړده پدي ولایت دا لومړى ځل دى چې يوه كورنۍ پخپله خوښه د سولې د راوستلوپه موخه په لاريون لاس پورې كوي اوګواښ کوي که هیله پوره نسي ترهغه خپل کورته هم نه ستنیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر