۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

هلمند : دتیري شنبي دورځي نه داورښتونوپیلیدودرانه مالي زيانونه اړولي دي

راپور۵-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې دتیري شنبي دورځي نه داورښتونوپیلیدودرانه مالي زيانونه اړولي دي
ددي ولایت دکډوالوچاروریس وايي ورستیوورښتونونه يوازې دلښکرګاه ښارپه مختارپنډغالي بلكې ددې ولايت په یوشمیرولسواليوكې هم مالي زیانونه اړولي دي.
هغه وايي تردم ګړیه دزیانمنوکورنیوکره شمیره نه په ډاګه سوي دی زیاته وي که بړنۍ مرستي ورنه کول سي لري به نوي چي یوناورین رامنځته سي .
په ورته وخت کي زیانمني کورنۍ هم دمرستوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دکډوالوچارورئيس غلام فاروق نورزى وايي له دريوورځوراپه ديخوا په هلمندکي واوره اوريدلې چې نه يوازې دښارپه ځینوسيموكې اوسيدونكي له جدي ستونزوسره مخامخ کړي بلكې ددې ولايت په يوشميرولسواليوكې يې هم  درانه مالي زيانونه اړولي دي.
هغه وايي تراوسه يي دسردزیانونواودزیانمنوکورنیوکره شمیره هم نه په ډاګه سوي خودیوه کمسیون له لاري یه سروري په لاره اچولي چي پايلې به يې په نږدې راتلونكي كې په ډاگه سي.

دنوموړي په ویناپه مختارپنډغالي كې یه یوشمیركورنيوته درمل اوبيړنۍ البسه رسولې ده خوزیاته وي مرسته کوونکي ادارې بايد نورې بيړنۍ مرستې هم چمتوکړي ترڅوزيانمنوكورنيوته ورسول سي .
په ورته وخت کي بیادزیانمنوکورنیوغړي وايي په خوراسختوحالاتوکي دژوندشپي اوروځي تیره وي خودژربړنیومرستوغوښتنه کوي .

په هلمندکي دتیري شنبي څخه اورښتونه پیل سوي چي تردم ګړیه خورامالي زیانونه هم اړولي دي خود كډوالوچارومسؤلين وايي كه بيړنۍ مرستې پرخپل وخت زیانمنوکورنیوته وه نه رسول سي ښايي په دې ولايت كې يوناورين هم رامنځ ته کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر