۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبه

هلمند :شپږوسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه نورټپيان سوي دي

خبر-۱۰-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې په دوه جلا جلاپيښوكې شپږوسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه نورټپيان سوي دي
په هلمندکي د ۲۱۵ ميوند قول اردود دريمې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم سنگين وايي لومړى پيښه د يكشنبې په ورځ ناوخته د نادعلي ولسوالۍ په شمال كې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چي درى تنوماين ښخوونكوغوښتل ماين ځاى پرځاى كړي چې ماين پرې چاودلى اودرى واړه وژل سوي دي.
د نوموړي په وينا پرهمدې مهال يوې ډلې وسله والوطالبانوغوښتل د نهرسراج په باوري سيمه كې د ملي اردوپه موټريزې گزمې بريد وكړي چې د دوى د ځواكونوتربريد لاندې راغلي اوپه پايله كې يې درى تنه وژل سوي اوپنځه نورټپيان سوي دي.
هغه وايي په دې پيښه كې د ملي اردوسرتيروته كوم زيان نه دى اوښتى

خووسله والوطالبانوپه دې اړه تردې مهاله څه نه دي ويلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر