۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبه

هلمند : د رايې اچونې پنځلس مركزونه په لوړتهدیدکي دي


راپور-۲-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې د رايې اچونې پنځلس مركزونه په لوړتهدیدکي دي .
ددي ولایت امنیتي چارواکي وايي په ټول هلمندکي ترسلوزيات د راتلونكوټولټاكنولپاره د رايې اچونې مركزونه شتون لري چې له دې ډلې څخه يې ۱۵ ترجدي ګواښ لاندي دي .
دوي ژمنه کوي چي ياد مركزونه منځني حالت ته راټيټ اود منځي حالت مركزونه عادي حالت راوګرځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر دارمحمد سروري راکوي
که څه هم په هلمند كې د نوروولايتونوپه څيرد يكشنبې په ورځ دولسمشري د نوماندانوټاكنيزكمپاين پيل سوخودهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاروايي د ولايت په كچه ۱۴۲ د رايې اچونې مركزونه لري چې له جملي څخه يې ۱۵ ترجدي امنيتي گواښونولاندې دي.
هغه وايي دوي دهمدي ستونزي دلمنځه تلوپه موخه دولايت په بيلابيلوسيموكې عمليات په لاره اچولي ترڅوياد شوي مركزونه درايي ورکولولپاره اماده کړي اوپراته خڼدونه لمنځه یوسي

نوموړی ډاډورکوي چي دراتلونکوټولتاکنولپاره پوره چمتوالي لري اوبیله کومي امینتي ستونزه به د ټاكنوپروسه ترسره سي.
په ورته وخت کي دهلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختورهم په شمالي هلمندکي دټاكنوپر وړاندې امنيتي ستونزې یوه ننګونه بولي خوزیاته وي چي دلري کولولپاره يي ولایتي اداري خاص پلانونه په كاراچولي دي.

په همدي حال کي دهلمند والي محمد نعيم وايي اوس مهال د نوماندانود ټاكنيزكمپاين لپاره يي منظم پلانونه اماده کړي ترڅودغه پروسه په ډاډمنه توگه پرمخ ولاړه سي.
خوبلخوابیاپه دي ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ریس قدرت الله نقشبندي وايي د نوماندانوكمپاينونه پيل سوي اوتردې مهاله يي پروړاندي کوم خنډو نه ترسترګوکیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر