
راپور----۲۰۱۴---۲---۱۶
وسله وال مخالفین پوره هڅه کوي چي دراتلونکوټولټاکنوبهیرګډوډوکړي .
پدي ولایت کي دسرحدي پولیسوچارواکي وايې دوي په سرحدي ولسوالیوخانشین
اودیشوکي دعقاب ۰۲ ترنامه لاندي عملیات په لاره اچولي دي په لړکي یه تیره ورځ پنځه
تنه وسله وال دیوه اندازه چاودیدونکوتوکواویوه عراده موټرسره لاس په لاس نیولي دي
.
داپه داسي حال کي چي پدي ولایت کي له یوي خواناامني ډیره سوي اوله بلي
خوادولسمشرۍ اولایتي شوراګانوټاکني هم ورځ تربلي دراتلوپه حال کي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
.
په هلمندکي دشپږم سرحدي زون دپولیسودکشف امرسمونمل عبدالاحمداحمدي دیکشنبي
په ورځ خبریالانوته وویل پدي ورستیوکي په سرحدي ولسوالیودیشواوخانشین کي وسله وال
پوره هڅه کوي چي دراتلونکوټولټاکنوپروړاندي یوډل ناامني جوړه کړي چي دويه هم
پروړاندي چاڼیزعملیات دعقاب ۰ ۲ترنامه لاندي په لاراچولي دي چي په پایله کي یه دري
وسله وال ژوندي نیولي اودوه نوريې ټپي کړي هم دي .

دنوموړي په ویناددوهم کنډک سرحدي پولیسودخپلوعملیاتوپه دوام دخانشین
ولسوالۍ یوشمیرسیمي یه دوسله والومخالفینوڅخه پاکي کړي دي چي په ترڅ کي یه دیوه
وسله وال دوژل کیدوسربیره دري تنه ټپي اودوه تنه يی هم مکشوک کسان نیول سوي دي .
داپداسي حال کي چي ددي ولایت چارواکودراتلونکوټول ټاکنولپاره دپوره چمتوالي
خبرورکړي وواوډیری وختونه لاسته راوړني هم لري خوپدي ولایت کي دنورووختوپه څیرپه
ښارکي دننه دنامعلوموکسانولخوادترورپیښي ډیري سوي اوپه بیلابیلوولسوالیوکي هم دجنګ
جګړواووژنوخبرونه ورکول کیږي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر