۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

هلمند:دډاكتراشرف غني احمدزي د خپل كمپاين په لړكې د لومړي ځل لپاره هلمند ته سفروكړ

 
راپور-۲۶-۲-۲۰۱۴
د ولسمشرى نوماندان ډاكتراشرف غني احمدزي د خپل كمپاين په لړكې د لومړي ځل لپاره هلمند ته سفروكړ
نوموړى د چهارشنبې په ورځ په داسې حال كې هلمند ته ورسيد چې له وړاندې ورته د هلمند زرگونه اوسيدونكي په كرزي لوبغالي كې راټول سوي وو.
دغونډې گډونوالووويل په دې شرط اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي چې په هيواد كې د سولې اوامنيت ټينگښت ته ځانگړې پاملرنه اوداهیوادداقتصادي پلوه پرخپلوپښوودروي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر درامحمد سروري راکوي .
ولسمشرۍ ته نوماندډاکټراشرف غني احمدزي دخپل کمپیاین په لړکي په لومړي ځل هلمندته پداسي حال کي سفروکړچي دولسي جرګي یوشمیروکیلانویه هم ملاتیاکوله .
په هغه غونډه کي چي زرګونه نارینه اوښځوګډون درلود ولسمشرى نوماند ډاكتراشرف غني احمدزي وويل زما لومړنۍ كار به په هيواد كې د سولې او امنيت راوستلوترڅنګ دمره ورووسله والوپخلاکول وي
هغه دهلمندوالوسره ژمنه وکړه که يې بریاخپله کړه نودهلمنددکجکي بندچي یواقتصادي ارزښت لري رغوي اودهلمندوالوټول هغه حقونه چي تراوسه ندي ورکول سوي هغه ددوي په واکي ورکړي .
اشرف غني احمدزي بیاهم ژمنه وکړه زما مشري به د خلكو په لاس جوړه سوې ريښتينې مشري وي او حكومت خلكوته د حق وركولووسيله ده اوزه به دا په عمل كې ثابته کړم .

د نوموړي په وينا چې هيواد كې به كرنې ته زياته پاملرنه كوي اودا پاملرنه به هلمند ته ډيره وي ترڅوددي ولایت کرونده ګردهرډول ستونزوڅخه په امن کوي احمدزي دکرونده ګرودمحصولاتولپاره دبازازموندني اوپه دغه برخه کي پوره مرسته کول دخپلولومړي توبونوڅخه وبلل .
په غونډه  کي گډونوالووويل لوى كندهارد تاريخ په اوږدوكې د هيواد د ساتنې لپاره ډيری وينې تويې كړې اوپه هره برخکي یه قرباني وکړي خودبیاهم دوخت دولتونوورته هیڅ پاملرنه نه ده كړې اوله اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه كوي چې دې سيمې ته دنووروولایتوپه څیرډيره پاملرنه راواړه وي .

د دوى په وينا په هيواد كې د پياوړې سولې اوامنيت غوښتونكي دي اود همدې موخې د لاس ته راوړلولپاره به خپلې رايې داشرف غني احمدزي په ګټه وکاروي .

ولسمشرۍ ته دنوماندانودکمپاینونودلړیودشروع سره سم دالومړی ځل دي چي هلمندته یومانددخپل ځان دبریالپاره دخلکوڅخه درايې دورکړي غوښتنه کوي اوهغه ولایت سفرکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر