۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

هلمند: دعبدالرب رسول دکمپین دفترپه رسمي ډول سره کارپیل کړ

راپور-۱۲-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې د ولسمشرى د نوماند عبدالرب رسول سياف د كمپاين دفترپه رسمي ډول سره پرانيستل سو
په دې ولايت كې د ياد سوي دفترمسؤلين وايي چې له نوموړي دفترڅخه به ددې ولايت ټولوولسواليواوسيموته د كمپاينونوپه لړكې د ياد نوماند تبليغاتي لړى وغځوي.
دا په داسې حال كې ده چې په همدې ورځ په لښكرگاه كې د ولسمشرى د يوبل نوماند ډاكترزلمي رسول سلگونوپلويانوغونډه جوړه كړه.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دعبدالرب رسول یساف سلګونوپلویانودیوي غونډي پرمهال په راتلونکوکي دهغه څخه خپل کلک ملاتړاعلان کړ

په هلمندکي دولسمشري دنوماندعبدالرب رسول سیاف دکمپین مشر حاجي ولي جان صابري وايي ددې دفترله پرانيستې يې موخه داده چې د ښاغلي سياف په ملاتړغونډې به نه يوازې له دې دفترڅخه په مركزلښكرگاه كې تنظيموي بلكې د هلمند نوروولسواليواوليرې پرتوسيموته به هم دا لړى وغځوي .

ددې دفترد پرانيستې پرمهال یوشمیرديني عالمانواوجهادي شخصيتونوولسمشري ته دنوماندعبدالرب رسول  سياف يوعالم اومجاهد شخصيت وباله اود هلمند له ټولواوسيدونكويې غوښتنه وكړه چې خپلې رايې دده په گټه استعمال كړي.
په غونډه کي قومي مشرحاجي اهل الله عبیدي هم له خلکوڅخه غوښتنه وکړه دراتلونکی ولسمشري ته دنوماندعبدالرب رسول سیاف په ګټه خپلي رایي وه کاره وي .

په ورته وخت کي په همدې ورځ په لښكرگاه كې د ولسمشرى يوبل نوماندډاكترزلمي رسول سلگونوپلويانوددفتردیوي بلي څانګي دپرانستلوپرمهال په غونډه کي وویل دراتلونکوولسمشري ته نوماند ډاکټرزلمي رسول یووړشخصيت وباله اوزياته يې كړه چې خپلې رايې به د ښاغلي زلمي رسول په گټه وكاروي.
دا په داسې حال كې ده چې دا مهال په لښكرگاه ښاركې د ځينونوماندانوپه ملاتړپه غونډوسربيره د ځينونوماندانولوى لوى تصويرونه هم د ښارپه بيلابيلوبرخوكې لگول شوي دي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر