۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه

هلمند: 1 طالب وسله وال ووژل سواو9 تنه نوريې ژوندي ونیول سول .

راپور---۲۰۱۴—۲—۲۱-

په هلمندولایت کي یوطالب وسله وال ووژل سواونهه تنه نوريې ژوندي ونیول سول .

پدي ولایت کي دشپږم سرحدي زون اداري مرستیال سمونیارمحمدمعروف بابکرخیل وايې تیره ورځ دخانشین ولسوالۍ دسري کلا.اوملخان په سیمه کي دعقاب ۰۳۲ ترنامه لاندي دعملیاتوپه دوام چي یادي سیمي یه هم دوسله والومخالفینودشتون څخه په بشپړه توګه پاکي کړي
 یووسله وال طالب ووژل سواونه تنه نوري ژوندي هم نیول سوي دي دبابکرخیل په خبره دوسله والوطالبانوسره يې اته عرادي موټرسیکلونه هم نیول دي چي دري عرادي موټرسیکلونه يې دجنګ پرمهال په سیمه کي سوځول سوي دي .
هغه وايي یادعملیات چي تیره ورځ دسهارد۷ بجوڅخه پیل تر۲ بجويې دوام درلود سرحدي پولیسو۷ حلقي مایونه هم په سیمه کي کشف اولمنځه وړي دي .
دی زیاته وي په دي عملیاتوکي یوسرحدي پولیس ټپي سوي هم دي .
بایدوویل سي دتیرولسوورځوراپدیخودهلمندپه سرحدي ولسوالیوخانشین اودیشوکي دشپږم سرحدي زون دپولیسوله لوري دعقاب ۰۳۲ ترنامه لاندي عملیات دراتلونکوټولټاکنودلاښه امنیت په موخه په لاره اچول سوي دي چي دپوره لاسته راوړنوسره سره بیاهم په سیمه کي عملیات دوام لري .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر