۱۳۹۲ بهمن ۱۹, شنبه

هلمند: پرته له بهرنیوځواکونوعملیاتي چاري افغان ځواکونه په ښه توګه پرمخ وړلای سي .

راپور-۸-۲-۲۰۱۴
په هلمندکي پرته له بهرنیوځواکونوعملیاتي چاري افغان ځواکونه په ښه توګه پرمخ وړلای سي .
دهلمندامینه قواماندان وايي پرته له ایساف ځواکونوڅخه يي عملیات ځکه بریالي ووچي پدي ورستیوکي دافغان ځواکونولخواپه یوازینۍ توګه دسنګین ولسوالۍ پراخ چاڼیزعملیات ترسره کړه .
هغه وايي له کوموسیموڅخه چي بهرني ځواکونه وتلي دي امنیت يی څوبرابره ښه والي موندلی دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګارد شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې خبریالانوته وويل پدي ورستیوکي کوم چاڼيزعمليات چي د سنگين ولسوالۍ د حاجي فتح محمد پيج په سيمه كې د ملي اردوترمشرى لاندې ترسره سوله خورابریالي اوسیمه يي هم دوسله والودچتون په بسپړه توګه پاکه کړي ده هغه دافغان ځواکونوپیاوړتیاوستایله اوډاډيي څرګندکړچي دوي به دهلمندپه هره سیمه کي پرته له بهرینوځواکونوکولای سي خپل سرعملیات وکړي .

انګاروايی په یاده سیمه کي یه نه یوازي څلورسوه كړى ماينونه شنډ كړي بلكې درى نويې امنيتي پوستې يې هم ځاى پرځاى كړې ترڅود سنگين اوگرشك ترمنځ غځیدلي لاره هم په بشپړه توګه امنیت کړي .
نوموړي زیاته وي  له هلمند څخه د بهرنيوځواكونوپه وتلواود ژمي په موسم كې هم وسله والوطالبانوپه خپلوحملوکي زیات والي راویستلي دي خوزیاته وي افغان ځواكونه يې پر وړاندېي ټنګ دي اوپه هره سیمه کي یه درنه مرگ ژوبله اړولې ده .


امنیه قوماندان په دغه غونډه کي ډاډورکړچې د راتلونكوټولټاكنواودنوماندانود كمپاينونولپاره يې یوډول امنيتي پلانونه په كاراچولي ترڅوپدي ولایت کي بیله کومي امنیتي ستونزي یاده پورسه په ښه توګه پرمخ ولاړه سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر