۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

هلمندکي دولسمشرۍ دنوماندډاکټراشرف غني احمدزي ټاکنیزدفترپه رسمي ډول په کارپیل وکړ.

راپور-۲۳-۲-۲۰۱۴
په هلمندکي دولسمشرۍ دنوماندډاکټراشرف غني احمدزي ټاکنیزدفترپه رسمي ډول په کارپیل وکړ.
نوموړى دفترد يكشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د يوې پراخي غونډې پرمهال چي ددې ولايت سلگونواوسيدونكوهم گډون درلود پرانيستل سو.
ددفترمسولین وايي چې د احمدزي د كمپاينونولړۍ به ددې ولايت ولسواليواوليرې پرتوسيموته هم وغځوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ډاكتراشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاين مسؤل محمد ولي عليزى وايي چې دا مهال يې يوازې په لښكرگاه كې ياد دفترپرانيست اوپه پلان كې ده چې ددې كمپاينونولړى به له همدې دفترڅخه ددې ولايت ولسواليواوليرې پرتوسيموته هم وغځوي.
علیزي وویل دوي به په هلمندکي داشرف غني احمدزي دبریالپاره له ټولوقومونوسره له نږدي وګوري اوهغویوته به داحمدزي دتګ لاري په هکله هم پوره پوهاوي ورکوي .

همدا رازددې غونډې گډونوال اشرف غني احمدزى د ولسمشرى لپاره يووړكس وباله اوزياته يې كړه چې هغه د نړى په كچه پيژندل سوى اودده پوهه اوتجربې په ډيروهيوادونوكې بې ساري دي نودوي هیله منددي چي دده په راتګ سره به په افغانستان کي لسیزوناخوالوته دپای ټکي کښیښودل سي .

 دوى په وينا چې خپلې رايې به د ډاكتراشرف غني احمدزي په گټه استعمال كړي اود هلمند له ټولواوسيدونكويې وغوښتل چې د ولسمشرى لپاره همدغه شخصيت انتخاب كړي ترڅوهيواد دپرتوناخواولونه راوګرځي اودیوه تحول په لورګامونه پورته کړي .

دا په داسې حال كې ده چې تردې مهاله په دې ولايت كې د ولسمشرى د نورونوماندانولكه ډاكترزلمي رسول،عبدالرب رسول سياف،گل آغا شيرزي اوډاكترعبدالله عبدالله د كمپاینونودفترونه پرانيستل سوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر