۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

هلمند: ۹ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور۲۰۱۴----۲------۱۳
نهه وسله والوطالبانوته دیوي نښتي پرمهال مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان وايي تیره ورځ ناوخته وسله والوطالبانودمارجي ولسوالۍ دتریخ ناورپه سیمه کي دپولیسوپریوه امنیتي پوسته بریدکړي دي چي په پایله کي یه ۵ پنځه وسله وال طالبان ووژل سول او۴ نوروسله وال ټپي سوي هم دي .
دده په خبره پدغه بریدکي دوسله والویومړي اویومیل هم کلاشنکوف دپولیسولاسته ورغلي دي .
دچوپان خبره پدغه بریدکي دوه ملي پولیس هم سرسري ټپي سوي دي .
خوتراوسه پدي اړه رسنیوته وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلي .

بل خواپه همدي ورځ دسنګین ولسوالۍ دعبدالله خان په سیمه کي پولیسوموټرسیکل بم او۶ حلقي ماینونه  کشف اوله منځه وړي دي 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر