۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

بریتانیاهیواد به هر كال له هلمندولایت سره ۱۸۰ مليونه ډالرمرسته کوي .

راپور-۲۴-۲-۲۰۱۴
بریتانیاهیواد به هر كال له هلمندولایت سره ۱۸۰ مليونه ډالرمرسته کوي .
دغه ټکي د شنبې په ورځ په دې ولايت كې د ولايتي بيا رغونې دډلې مشرې دپي ارټی په رسمي توګه ځاي چارواکوته دسپارلوپه جوړوسومراسیموکي خبريالانوته په ډاګه کړ.
دنوموړي په وینایادي پیسي به ديوه منظم سيستم له لارې د افغان دولت په واك كې وركړي وروسته به ددوي ترکلکي څارني لاندي په دي ولایت کي په پرمختیايي چاروولګول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي مشرې ميرمن بلينډا وايي پدي ولایت کي یه د ولايتي بيا رغونې د ډلې ودانۍ رسما ځايي چارواكوته وسپارله چي یوشمیرمامورین يې لاله وړاندي ښوراب پوځي اډي ته لیږدول سوي چي دراتلونکومیاشتي ترپایه به په بشپړه توګه وځي .
دنوموړي په وینابریتانیادولت ژمن دي چي هرکال به له افغانستان سره ۱۸۰ ملیونه ډالره مرسته کوي چي داپیسي به ددوي له لوري دیوه منظم پلان لمخي په هلمندولایت کي په بیلابیلوبرخوکي ولګول سي .

پرهمدي مهال دهلمند والي محمد نعيم وايي چې د پي آرټى د ودانۍ يوه برخه به د عامې روغتيا اوبله به يې ملي اردوته وسپاري والي وايې لكه څنگه چې بهرنيوځواكونودیادي ودانۍ څخه ساتنه كړې دوى به يې هم په کلکه ساتنه وکوي .

د نوموړي په وينا افغان ځواكونوته پدي ولايت كې نورتاسيسات هم سپارل سوي چي ورسره يې امنيتي ساحه هم پراخه اودوي خپلي چاري په ښه توګه سمبال کړي دي .

د يادونې وړده په هلمند كې ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې د انگلستان هیوادترمشرى لاندې له تيرو۷ كلونوراپه ديخوا فعاليت درلود چې په بيلابيلوبرخوكې يې دپرمختيايي چاروترڅنګ دامینت په راویستلوکي یه هم ددولت سره مرسته کوله .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر