۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

هلمند: دپولیسوپه چاڼیزوعملیاتوکي ۷ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

 
راپور--۲۰۱۴---۲---۱۷
په هلمندکي دپولیسوپه چاڼیزوعملیاتوکي ۷ وسله وال مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتي ده .
ددي ولایت دلومړي کنډک چارواکي وايې دلښکرګاه ښاراړونده دخشک ابي په سیمه کي یه دوسله والومخالفینودلمنځه تلوپه موخه یادعملیات په لاره اچولي دي دغورزوسیمه يي په بشپړه توګه تري پاکه کړي ده.
 خوزیاته وي په دغه سیمه کي دناامنیواصلي عامل دوسله والوپراخ شتون یاده وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دلومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستارنورزي ددوشنبي په ورځ خبریالانوته وویل پولیسویه دلښکرګاه ښاردخشک ابي دغوروزوپه سیمه کي چاڼیزعملیات کړي چي په پایله کي یه دري وسله وال ووژل سول اوڅلورنورټپیان سوي هم دي .
دده په خبره پدي عملیاتوکي یومیل کلاشنکوف .۳ عرادي موټرسیکل بمونه .۳۴ حلقي ماینونه .دوه عرادي موټر.۴ عرادي موټرسیکلونه . ۶۳۰ کلیوګرامه چرس اویوه اندازه چاودیدونکي توکي هم دپولیسولاسته ورغلي دي .

دنوموړي په ویناپه په دغه سمیه کي ناامنۍ ځکه زوراخلي چي په وینایه دوسله والودتګ اوراتګ لپاره په یاده سیمه کي پوره زمینه برابره ده چي نه یوازي دویته امنیتي ستونزي جوړي کړي بلکي دښارترڅنګ يې دلوي لاري مسافروته هم کله ناکله دجنګ جګړواومانیونودځاي پرځاي کولوله امله پراخي امنیتي ستونزي پیداکړي دي .
نورزی که څه هم دغه سیمه دځان لپاره یو سردردبولي خوپه ویناپولیس اماده دي چي دوسله والوطالبانوهرډول پلانونه شنډاومخنیوي يه وکړي .
خشک ابه چي دلښکرګاه ښارپه شاوخوالس کلیومتري کي پرته سیمه ده دوسله والوطالبانودتګ اوراتګ اوپه دغه سیمه کي دنهرسراج اوپه ښارکي دحملودتنظیمه ولویولوي مرکزهم بلل کیږي چارواکي په دغه سیمه دناامنۍ لويه ستونزه ددرنووسلونه درلودل هم یولوي خنډبولي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر