۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

هلمند: دملي امنیت دریاست له لوري دیوي خوړنۍ پیښي مخه ونیول سول.

راپور-۱۸-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې دملي امنیت دریاست له لوري دیوي خوړنۍ پیښي مخه ونیول سول .
ددي ولايت كې چارواكي وايي وسله والوطالبانوغوښتل په لښكرگاه ښاركې د ټاكنوپه مركزونواوځينودولتي تاسيساتوځانمرگي ډله ايزبريدونه ترسره كړي چې د ملي امنيت لخوا يې دغه پلان شنډ کړل سوو.
دوى همدا رازوايي چې د نوموړې ادارې په هڅودوسله والوطالبانويوه شپږکسیزه ډله چي په ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکي یه فعالیت درلودد سولې له پروسې سره يوځاى کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم د سه شنبې په ورځ خبريالانوته وويل وسله والوطالبانوپلان درلود چې په لښكرگاه ښاركې نه يوازې د ټاكنواړوند ځينې دفترونه ترخپلوبریدوننولاندي راولي بلکي یوشمیردولتي ادارولپاره يې هم داماده ګۍ په حال کي وه چي دوشنبې په ورځ د ملي امنيت د منسوبينولخوا یه مخه ونیول سوله چي په تړاويې دوه تنه هم نیول سوي دي .
دوالي په خبره له یادوکسانوسره يی یوه عراده موټربم کورلا.دري عرادي موټرسیکل بمونه .څلوردځانمرگوبريدونوواسكټونه .شپږمیله کلاشنکوف .دوه میله پیکه .دوه میله ارکیټ اویوه اندازه موهیمات اوچاودیدونکي توکي هم ورسره نیول سوي دي .

هلمندوالي وايي په همدي ورځ د ملي امنيت په هڅودګرمسیر.اوخاشین ولسوالیوکي د وسله والومخالفينويوه شپږكسيزه ډله چې د ماينونوایښودل يي دنده وه دسولې له پروسې سره يوځاى اوخپلې وسلې يې دغه  پروسې ته وسپارلې .
په ورته وخت کي په هلمندکي دپوليسود شپږم سرحدي زون مسؤلين وايي په همدې ورځ يې په خانشين ولسوالۍ كې د عملياتوپه ترڅ كې درى تنه وسله وال طالبان له څلورموټرسیکله اویوهاندازه وسلواومهماتوسره نيولي دي.

دا په داسې حال كې ده چي په هلمندکي امنیتي چارواکي وايې دټاکنودرانږدي کیدوسره سم دوسله والوحملي اوفعالیتونه پدي ولایت کي زیات سوي دي خوامنیتي ځواكونه وايې دوي هم خپلې هڅې گړندى كړې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر