۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبه

هلمند: دورستیواوروښتونوله امله څه کم ۲ زره کورنیوته مالي اوځاني زیانونه اوښتي دي .

راپور-۹-۲-۲۰۱۴
په هلمندکي دورستیواوروښتونوله امله څه کم ۲ زره کورنیوته مالي اوځاني زیانونه اوښتي دي .
ددي ولایت دکډوالوچارومسولین وايي دمرکزترڅنګ په څلوروولسوالیوکي دتیري اونۍ ورښتونومالي اوځاني زیانونه اړولي دي
هغه وايي تراوسه يي یوازي ترسلودزیاتوکورنیوسره مرسته کړي خوزیاته وي چي یوشمیرمرسته کوونکواداروورسره دمرستي ژمنه هم کړي چي په راتلونکوکي به يي په اړوکورنیووویشي .
خوپه ورته وخت کي بیایوشمیرکورنۍ وايي تراوسه ورسره هیچاکومه مرسته نه ده ترسره کړي اوپه خوراسختوحالاتوکي ژوندکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
 دهلمندولایت دکډوالوچاروریس غلام فاروق نورزی وايي دتیري اونۍ داورښتونوله امله نهه ته وژل سوي او۱۴ نورټپیان سوي هم دي
هغه وايي دهلمندپه ګرمسیر.ناوي .نادعلي .اومارجي ولسواليواوپه مرکزلښکرګاه کي تراوسه ۱۸۰۰۰ کورنۍ زیانمني سوي دي خوزیاته وي چي لایه سروي نه ده بشپړه سوي کیداسي دغه شمیره لوړه ولاړه سي .
دنوموړي په ویناتراوسه ددغه کورنیوسره دسره صلیب لخوادیوازي ۱۵۰ کوچیانوکورنیوسره بړنۍ مرسته ترسره سوي ده .
دنورزي په ویناله یوشمیرخیریه ټولنوڅخه يي دبړنیومرستودچمتوکولوغوښتنه کړي خوتراوسه یوازي دپنځه ادارولخواورسره ژمنه ترسره سوي خوکومه مرسته يي نه ده ترلاسه کړي .
په ورته وخت کي دزیانمنوکورنیوغړي وايی نه یوازي چي بړنیومرستوته سخته اړیتالري بلکي ورسه چارواکي هم دموراومیري چلندکوي

خوچارواکي بیاوايي مرستي به یوازي پرهغه کورنیووویشل سي چي دیادکمیسون له لاري په ترسره سوي سروي کي شامل سوي وي .

بایدوویل سي چي تیره اونۍ په هلمندکي دپرله پسې واورو اوبارانونود اوريدوله امله یادزیانونه رامنځته  سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر