۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

هلمند: له شاوخواشلوکلونووروسته دواوري اوریدلو دخلکوسره امیدونه پیداکړي دي .

راپور---۲۰۱۴---۲---۴
په هلمندکي له شاوخواشلوکلونووروسته دواوري اوریدلو دخلکوسره امیدونه پیداکړي دي .
ددي ولایت اوسیدونکي وايي نه یوازي دواوري اوریدل د کرهنیزومحصولاتولپاره ګټوردي بلکي دډیری شمیرمرضیودمخنیوي یوه موهیمه وسیله هم ده .
په همدې حال كې ددې ولايت د كډوالوچارومسؤلين د احتمالي زيانونود رامنځ ته كيدود مخنيوي په موخه د بيړنيومرستود چمتوالي خبروركوي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي وروسته له کلونوکلونودواوري اوریدل هلمندوالوته یوډول دخوښي زیری ورکړي دي .ددی ولایت اوسیدونکي وايي دواوري په اوریدوسره به يي دکښتونوڅخه ټول هغه مرضونه لري کړل سي چي ددوي کرهڼیزومحصولاتوته يي دودي دورکولومخه نیولي وه .
ددوي په ویناله شاوخواشلوکلونووروسته دواوري اوریدل به له یوي خوادوچکالۍ مخه ډب کړي اوله بل اړخه به دیوشمیرمرضیولمنه هم ټوله کړي .

دغه اوسيدونكي همدا رازوايي چې په هلمند كې د واورې اورښت له ډيروكلونووروسته نويې خبره ده اوډيرى اوسيدونكي د سخت ژمي لپاره چمتوالى نه لري ښايي ځينې كورنى له ستونزوسره مخ شي.
خوبل لورته په دې ولايت كې د كډوالوچارو رئيس غلام فاروق نورزى وايي چې دوى د احتمالي زيانونه د رامنځ  ته كيدود مخنيوي په موخه له وړاندې نه يوازې بيړنۍ مرستې چمتوكړې بلكې د ماشومانولپاره يې د سينه بغل اوځينونوروموسمي ناروغيود مخنيوي لپاره يي واكسينونه هم چمتوكړي دي.
په هلمندکي ورستي ورښتونه دشنبي دروځي نه راپیل سوي دي چي له تیري ورځي نه راپدیخواواوره اوري .





  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر