۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

هلمند:دسولي دعالي شورالخوادکړوژمنونه عملي کولوپه هلمندکي دسولي بهیرله ماتي سره مخ کړي دي .

 
راپور---۲۰۱۴—۲----۱۹
دسولي دعالي شورالخوادکړوژمنونه عملي کولوپه هلمندکي دسولي بهیرله ماتي سره مخ کړي دي .
ددي ولایت چارواکي وايې داچي وسله وال دسولي دپروسي سره دیوځای کیدلولپاره زړه نه ښه کوي یوازیني علت يي پدي ولایت کي ناامني اوله بلي خواکومي مرستي چي دیاشورالخواورکول کیږي هغه پرخپل وخت نه ورکول کیږي چي دغه لړۍ یه له خنډونوسره مخ کړي ده .
پرهمدي مهال دسولي دعالي شوراځاي چارواکي هم یاده ستونزه مني خوغوښتنه کوي دولت اومرسته کوونکي دي دسولي لپاره ټاکل سوي بودیجه پرخپل وخت ورکړي ترڅوپراته خڼدونه لمنځه ولاسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي محمدنعیم وايې پدي ولایت کي دسولي په برخه کي څنګه چي تمه ده هغه ډول پرمختګ نه دي راغلي . دده په خبره دسولي دعالي شورالخودکړوژمنونه عملي کول پدي ولایت کي ناامني هغه لوي ستونزي دي چي دسولي بهیريې له ډیروستونزوسره مخ کړي دي .
دوالي په خبره بیاهم پدي ولایت کي دسولي په برخه کي ډیری پرمختګونه راغلي اوهغه پرقومي مشرانوږغ وکړچي پدی ولایت کي دسولي دپروسي دپیاوړي کولولپاره دي پوره مرسته وکړي.

دنوموړي په ویناکه څه هم هلمندیوناامنه ولایت دي خوبیاهم هڅه کوي چي دسولي په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړي .
پرهمدي مهال دسولي دولایتي کومیټي مشرفضل باري فیاض وايې دسولي عالي شوراته ټاکل سوي بودیجه پروخت نه ده ورکول سوي چي پدغه برخه کي ددوي دسولي پورسه له ځنډاوخڼدسره مخ سوي ده دده به خبره دهلمندناامني .پراخ والي .اوله ګاونډي هیوادپاکستان ګډه پوله هغه څه بولي چي دسولي پروسه يې له یوډول ستونزوسره مخ کړي ده .

نوموړي زیاته وي په یوه داسي ولایت کي دسولي پروسه مخته وړل که څه هم ستونزمنه ده خوپه وینادوي اوس هم دسولي په برخه کي يه پراخي هڅي کړي اولابه هم دغه لړۍ دوام داره کړي .
په ورته وخت کي دسولي دپروسي سره دیوځاي سوي شپږکسیزي ډلي مشرهم له دولته څخه دمرستواودډاډمن امنیت دراویستلوغوښتنه کوي .

داپه داسي حال کي ده چي دسولي عالي شورا په۱۳۹۰ کال کي په هلمندکي ولایت کي دسولي ولایتي دفترپرانسیت چي تراوسه يي ۲۳۲ تنه وسله وال طالبان دسولي دپروسي سره یوځاي کړي دي .    

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر